د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه د اورښت له کبله، د پاکستان په ګټه اعلان شوه

(روهي ـ۱۳۹۶لمریز، سلواغې۱۲مه) د ۱۹کلنو په نړۍوال جام کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دریم مقام د خپلولو په موخه نننۍ لوبه د سخت اورښت له کبله ځنډیدلې وه چې وروسته د لوبڅارانو لخوا لوبه لغوه او بې پایلې اعلان شوه.
د راپورونو له مخې، د څارونکو لخوا پاکستان ته د ۱۹ کلنو لوبډلو درېیم مقام ورکړل شو، ځکه چې دوی پخپل ګروپ کې په غوره اوسط سره له افغانستانه مخکې وو.
دغه لوبه د نیوزېلنډ په کوینز ټاون ایونټ سینټر لوبغالي کې ترسره کېدونکې وه چې د پچې او لوبغاړو له اعلانېدو وړاندې د اورښت له کبله ځنډول شوې وه.