د زمبابوې پر وړاندې د کرېکټ لوبو مهالویش اعلان شو

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې۱۱مه) د افغانستان او زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو مهالویش اعلان شو.
د راپورو له مخې، لوبې به د فیبرورۍ میاشتې په پنځمه پېل کیږي او په نولسم پای ته رسیږي.
ویل شوي، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړی د دوه شل اوریزو لړۍ ترسره کیږي، چې لومړی لوبه به د دوشنبې په ورځ د فیبرورۍ په پنځمه او دوهمه لوبه به د سه شنبې په ورځ د فیبرورۍ په شپږمه ترسره شي.
همدا ډول د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ لومړی لوبه به په ۹، دوهمه په ۱۱، دریېمه په ۱۳، څلورمه په ۱۶، پنځمه او پایلوبه به په ۱۹م فیبروري ترسره شي.
دغه لوبې به د شارجه په نړیوال لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کیږي.
معلوماتو له مخې، شل اوریزې لوبې به د کابل پر وخت ماښام په ۷:۳۰ او یو ورځینۍ لوبې به د ورځې په ۲:۳۰ بجې پېل کیږي.
 په دغو لوبو کې به شهزاد محمدي له یو کال بندیز وروسته بیا لوبه کوي.