غزل

يو غاښ دې چـــې ولـــــويږې خــــــــندا به دې بدرنګه شي
جنګ چې کړي په خپل مينځ کې هرخوابه دې بدرنګه شي
ستا چـــــــې مـــــــدرسې اومکتبونــــــه په اور وســــــــــوزي
شپــــــــــه به دې بدرنګــــــــــه شي سبا به دې بدرنګــــه شي
خور چـــې دبارودو سرکـــــــې اور وي ستا په ښکلي ملک
غـــــــر به دې بدرنګ شي اوصحـــــــــرا به دې بدرنګه شي
مــــــــه کړه خدای لپاره چــــې دسر سړی نورمـــــــــــه وژنئ
خوست به دې بدرنګ شي او پکتيا به دې بدرنګه شي
نور به په جنګ څه وکړې چې ځان وژنې خپل ورور وژنې
کــــور به دې بدرنګ شي اوبابا به دې بدرنګــــــــــــه شي
جنګ يـــــــوه نيستي ده بربادي ده نــــــــوپه جنګ باندې
کـــــــورديوه سړي نه دهرچـــــــــا بــــــــه دې بدرنګــــــه شي
سوال درته خوستی کړم چې جنګ بس کی که نه وه وروڼو
دا پــــــه تاسو ګـــــــران وطن رښتيا به دې بدرنګــــه شي
سيدکريم خوستی
العين صناعې ۲۰۱۰٭۵٭۱۳