شمالي کوريا له سويلي کوريا سره د خپلو لوبغاړو سيالي لغوه کړه

روهي (درې نۍ/۱۰ د سلواغې)، تېره ورځ شمالي کوريا په فرهنګي برخه کې د خپلو هغه لوبغاړو سيالي لغوه اعلان کړه، کومه چې ټاکل شوې وه ترڅو د فيبرورۍ په څلورمه نېټه تر سره شي.

د سويلي کوريا حکومتي رسنيو د حکومت له خولې ويلي، چې په دوه اړخيزو اړيکو کې د شمالي کوريا له خوا دا ډول پرېکړې د اندېښنې وړ دي.

د روان کال د جنورۍ په ۲۵ نېټه شمالي کوريا د هاکي لوبې ښځينه لوبډله سويلي کوريا ته ولېږله، ترڅو د المپيک لوبو لپاره له سويلي کوريا سره يوځای تمريني لوبې ترسره کړي.

په المپيک لوبو کې د شمالي کوريا ګډون د دواړو کورياګانو د اړيکو د ښه کېدو په لور يو ښه ګام بلل شوی وو.

شمالي کوريا د خپلو اټومي وسلو د پراختيا له امله له نړيوالو بنديزونو سره مخ ده.