هند پاکستان ته په نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړه

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې۱۰مه) د ۱۹کلنو په نړۍوال جام کې هند پاکستان ته په نیمه پایلوبه کې په ۲۰۳ منډو ماتې ورکړه.
د پاکستان لوبډلې د ۲۷۳ منډو هدف په پوره کولو کې یوازې ۶۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.
د راپورونو له مخې، د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه هم وکړه.
هند د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۷۲ منډې هدف وټاکه.
د هند په لوبډله کې شوبمان ګیل سلیزه ووهله او ۱۰۲ غوره منډې یې جوړې کړې چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
بل خوا په ځواب  کې د پاکستان لوبډلې د هند توپ اچونکو پر وړاندې یوازې په ۶۹ منډو ټول اوټ شول.
د پاکستان په لوبدله کې، روهیل نذیر ۱۸، سعد خان ۱۵، او محمد موسی ۱۱ منډې جوړې کړې.
د هند له خوا بیا پوریل ۴، شیوا سینګ او ریان پراګ ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.
هند لوبډله به د ۱۹ کلنو نړیوال جام پایلوبه کې له استرالیا سره په ۳ فیبروري د شنبې په ورځ مخامخ کیږي.