(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۹مه) د راپورنو له مخې، اسپانیا د لالیګا په روانو سیالیو کې تېره شپه بارسلونا، الویز ته ماته ورکړې ده.
دغه لوبه د بارسلونا په کوربه توب ترسره شوې ده.
ویل شوي، د بارسلونا لوبډلې دوه ځلې د سیالې لوبډلې د ګول دروازه پرانېسته، خو په ځواب کې یې یوازې الویز یو ځل ګول وواهه چې په دې ډول لوبه ۲ د ۱ په وړاندې د بارسلونا په بریا پای ته ورسېده.
د لالیګا د نن شپې بله لوبه، ریال بتیس له سلته ویګو سره لوبه کوي.
دا لوبه د کابل پر وخت ۱۲بجې د شپې کېدونکې ده.
وروستي