روهي (درې نۍ/۹ د سلواغې)، ايرانی فېلم جوړنکی مجيد مجيدي خپل نوی فېلم، چې له وريځو هاخوا (Beyond the Clouds) نوميږي، د مارچ په ۲۳ نېټه په انډيا کې نمايش ته وړاندې کوي.

د فېلم لوبغاړي: د باليوډ د سينما ځوان لوبغاړی اسهان ختر د شاهد کپور ورورو او ښځينه لوبغاړې مالاوکا موهنن دي.

د فېلم کېسه: د فېلم دستان د خور او ورور په اړه دی، چې په ممبيۍ کې په غريبۍ کې ژوند کوي. اسهان ختر په فېلم کې د مخدره موادو د قاچاق کوونکی رول لوبوی، به هغه لارو قاچاق کوي چې له ستونزو او خطرونو ډکې دي.

د ورور په جرم د اسهان ختر خور (مالاوکا موهنن) نېول کيږي او په زندان کې شکنجه ورکول کيږي. که څه هم د فېلم نارينه لوبغاړی اسهان ختر غېرې قانوني کړنې کوي، خو په فېلم کې د نوموړي رول په داسې ډول دی، چې له مجوريت يې دغه کار ته مخه کړي او د لېدونکو خواخوږي رانيسي.

د بالېوډ سينما ويلي، چې دغه فېلم به د روان کال د مارچ د مياشتي په ۲۳ نېټه خپور کړي او تمه يې ښودلي، چې په زيات شمېر لېدونکي به ولري.