مورې !

زما پېاوړې زما ګرانې مورې
دژوند غمو کې ګرفتارې مورې
ته مې په غم کې کړېدلې يې تل
به هر ېو درد مې دردېدلې يې تل
په هر ېو کا ر کې قهرمانې مورې
زما پېاوړې زما ګرانې مورې
دژوند غمو کې ګرفتارې مورې
نه دې خو بونه ټوله شپه کړي دي
په ما دې هر وخت بسم الله کړي دي
زما په آه پسې بېدارې مورې
زما پېاوړې زمــــــا ګرانې مورې
دژوند غمو کې ګرفتا رې مورې
تا مې ټول عمر حفا ظت کړی دی
تامې لويښت کې ډير زحمت کړی دی
له تا قربان شم قدردانې مورې
زما پېاوړې زمـــا ګرانې مورې
دژوند غمو کې ګرفتا رې مورې
خدای دې په دواړه دنيا بره لره
خدای دې په هر چا نې سر لوړې لره
د بچو غم کې تل پر يشا نې مورې
زما پېاوړې زمـــــا ګرانې مورې
دژوند غمو کې ګرفتا رې مورې
کله به دې ما ته الاهو کوله
کله به دې يو بل حوا جا رو کوله
له تا لوګی شم سر ګر دانې مورې
زما پېاوړې زما ګرانې مورې
دژوند غمو کې ګرفتا رې مورې
نه دې په دې دنيا خوا ښی وليده
نه دې خو شبخته زندا ګی وليده
په " حکيمی " تل مهر با نې مورې
زما پېا وړې زما ګرانې مورې
دژوند غمو کې ګرفتا رې مورې
دچين هيواد د يوو ښار څخه

اکبر علی "حکيمی"