
د2007 زکال داکټوبردمياشتې په19 نېټه ، دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې له خوادجرمني په ((هورت )) ښارګوټي کې ، دنوي افغانستان ، داوسني اومعاصرافغانستان دجوړيدو260 کليزه په پرتمينومراسموسره ولمانځل شوه .
دغه جشن ته په رېښتني ماناسره يونړيوال جشن ځکه ويلی شو ، چې له يوې خوا نه افغانانو له نړۍ ګوټ ګوټ نه نه ځانونه ورته رسولي وو اوله بلې خوايوشميربهرني محقيقينو اومينه والو هم په دې غونډه کې برخه درلوده . غونډه دعظيم الشان قران دپاکواياتو په تلاوت سره پرانستل شوه ، چې ښاغلي محمدهاشم هاشم له خوا تلاوت وشو .
غونډې ته دغوپوهانواوليکواﻻنومقالې چمتوکړي وې :
_ سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار ؛
_پوهاندډاکټرمحمدحسن کاکړ؛
_ کانديداکاډيميسن محمداعظم سيستاني ؛
_ ښاغلي محمداسحاق نګارګر؛
_ ښاعلي حبيب الله رفيع ؛
_ ښاغلي محمدمعصوم هوتک ؛
_ پوهنوال محمدرسول باوري .
همداراز په پام کې وه ، چې په دې غونډه کې به ښاغلی وقارعلي شاه کاکاخيل هم دتېلفون په ليکه خپله وينا دغونډې برخه والوته واوروي خوله بده مرغه ، چې دتيلفون په ليکه داړيکو په ټينګيدوکې ستونځې رامنځته شوې .
ددغه پروګرام چلوونکي اغلې کاملې اوښاغلي عاشق الله غريب وو . ددغه شاندارې کليزې په سرکې ښاغلي استادسيدحسن دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې په استازيتوب ميلمنو اوحاضرينوته ښه راغلاست ووايه اوددې ټولنې دموخواوترسره شويو فرهنګي چارو په هکله يې برخه والوته معلومات وړاندې کړل .
دغونډې دمقالولومړی لوستونکی کانديداکاډيميسن محمداعظم سيستاني و . ښاغلي سيستاني دافغانستان معاصر تاريخ عمومي جاج واخيست خبرې اود لوی احمدشاه باباپه رول باندې يې دافغانستان په برخليک کې هراړخيزې خبرې وکړې .
په دې غونډه کې دختيځوژبو زده کوونکی دجرمني هېواد نه ښاغلي (( سېبستيان هاينې )) هم په پښتو،دري اوبلوچي ژبو، ددې کليزې مبارکي وويله اووروسته يې داحمدشاه باباپرتله هم له لويديځوځينوشخصيتونه سره وکړه . داحمدشاه بابا څوبيتونه ( شيرين عمرچې تيريږي دريغه دريغ ...) يې په مينه ولوستل او په پای کې يې هيله څرګنده کړه ، چې يووخت دی هم ديوافغان په توګه ومنل شي . دحاضرينوله خوا په ډېرو چکچکواو ولولوسره دنوموړي هرکلی وشو . کله ، چې بېرته په خپل ځای کېښناستو ښاغلي محمدمعصوم هوتک پراوږه وټپاوه او ورته يې وويل سرله همدا اوسه ته زموږلخوانه افغان يې .
ورپسې ښاغلي محمدمعصوم هوتک ، چې له له ليرې کاناډانه يې تشريف راوړی و سټيج ته راوبلل شو . ښاغلي هوتک وويل دښاغلي سېبستيان له خبرو وروسته به کله خلک زموږ لپاره دومره ولولې وښيي .
د ښاغلي هوتک دمقالې موضوع دهېواد دنامتومؤرخ کاتب هزاره پرژونداولېکنو باندې متمرکزه شوي وه . نوموړي دده په اثارو اوژوندباندې رڼاواچوله اودکاتب هزاره له لېکنونه يې دځينوافغان دښمنه کړيوناوړه ګټه پورته کولوپه هکله هم خبرې وکړې .
ترهوتک صاحب وروسته ښاغلي حبيب الله رفيع دکاتب هزاره دنوي راپيدا شويواثارو په هکله هم دموضوع سره په تړاو کې ، لنډه يادونه وکړه .
له ګرانه هېوادافغانستان نه هم يوشميرپوهان دې غونډې ته رابلل شوي وو . يوله دغه پوهانونه عبدالله بختانی خدمتګاردی ، چې دقاضي عطاِالله خان دتاريخ په هکله يې علمي مقاله کښلي وه ـ ښاغلي بختاني دکليزې مبارکۍ ترڅنګ دافغانستان دکلتوري ودې له ټولنه نه هم دبلنې له امله مننه وکړه . ښاغلي بختاني وويل ، چې يوتاريخ جوړونکي وي اوبل تاريخ لېکونکی . دعطاالله خان په هکله دبختاني صاحب نظرداو ، چې دی هم تاريخ جوړونکی و او هم تاريخ ليکونکی .
پوهنوال رسول باوري ته دښاغلي احمدعلي کهزاد دژونداواثارو په هکله دڅېړنې موضوع ورکړل شوي وه ، چې په موجزه خومانيزه اودقيقه توګه يې داڅېړنه ترسره کړي وه . ښاغلي رسول باوري وويل : کهزاد دافغانستان يونه هيريدونکی لرغونپوه دی .
دافغانستان نامتومؤرخ ښاغلي پوهاندډاکټرمحمدحسن کاکړنه هيله شوې وه ، چې دغلام محمدغبار داثارو اوژوندپه هکله برخه والوته مالومات وړاندې . ښاغلي کاکړصاحب دغلام محمدغباردکښلي کتاب (( افغانستان درمسيرتاريخ )) لومړي ټوک ته دکره کتنې له اصولو سره سم دمهموټکيويادونه وکړه . ده همدار راز په دې کتاب کې دپښتنوپه هکله دځينوراوړل شويواحصاييودناسموالي په هکله پاخه شواهداومعلومات وړاندې کړل . دښاغلي غبار دهمدې کتاب ددوهم ټوک په هکله يې وويل ، چې په دوهم ټوک کې يې پوره ﻻسوهنې شوي . دمرحوم غبارداثارو ترڅنګ ېې دتاريخ لېکنوپرمېتود اوروشونوباندې هم ګټورمعلومات وړاندې کړل .
ددغه پرتمين جشن يوبل ويناوال ښاغلی محمداسحاق نګارګر،لومړی دعلامه حبيبي يو مناجات ولوست اوترهغه وروسته يې دهمدې مناجات نه په الهام سره خپل يوشعروړاندې کړ.
دې غوندې ته ، داتريش هېوادنه ښاغلی ((فرانس ګېوين )) له تبريکيوسره راغلی و . نوموړي دخپلې دندې په هکله وويل ، چې په داسې يوه ښوونځيزمرکزکې کار کوي ، چې په ټوله نړۍ کې دمستعدوکسانودروزولو په لټه کې دي او دغوکسانودزده کړولپاره زمېنه برابروي . په غونډه کې ځينوبرخه والوله ده نه دويزيټ کارتونه هم واخيستل . نوموړی ځان دمولټي کولتي يعنې ډېرکلتوريز يوه ښه بيلګه وباله ويې ويل ، چې پلاريې دهنګري هېواد موريې د((کورواتيا)) اوپخپله اتريشی دی .
داوسني افغانستان دجوړيدو په 260 کليزه کې ښاغلي حبيب الله رفيع ددوو نامتومؤرخينو علامه عبدالحي حبيبي او ارواښادکهزاد پرتليزه علمي مقاله وړاندې کړه . په دې مقاله کې ددواړوشخصيتونوپه ژونداوهلوځلوباندې هراړخيزې خبرې وشوې او ددوی دښواوصافو ډېر ګډټکي بيان شول . همدا راز ددوی دژونددبهيرپه وروستيوورځو کې دځينوهغوناخوالوبيان هم وکړ ، چې رفيع صاحب يې په خپله شاهد و . ددغه ددوو شخصيتونوپرژونددخبرو پرمهال ځينې خلک دومره اغېزمن شول ، چې داوښکودبهيدو نه يې مخنيوی نه شوکولی .
جشن خوبې له ټنګ ټکوره اواتڼونوکله سم جشن وي !!! له نېکمرغه هم ټنګ اوټکور واوهم په کې دځوانانواتڼونه ـ
په لومړي سرکې په اروپاکې دميشتوافغان ماشومانوحماسې رؤفي ، سلګۍاوښاغلي وهاب سرتير خواشعرونه ولوستل شول . ورپسې دجرمني هېواد يوه اوسيدونکي سليناپه جرمني ژبه سندرې وويلې ، چې دپاملرنې وړ وې .
نورسندرغاړي اغلې هما اوښاغلي يارمحمدهم په خپلوسندرو سره اتڼچيان راګرم کړل . دموسيقي په غږولوکې ميوندجان لعلپوروال اومسعود مرستې کولې .
دغونډې په تفريح کې ګډون والودافغانستان دکلتوري ودې دټولنې نوي چاپ شوي کتابونه هم رانيول اوخوندور افغاني خواړونه يې هم خوندواحيست .
که څه هم شپه ډېره پخه شوې وه خوپه جشني شور اوځوږکې کموالی نه راتلو ترڅو ، چې دشپې په دريوبجوغونډه پای ته ورسيده .