د کرېکټ نولس کلنۍ لوبډلې د اسټراليا پر وړاندې ماتې وخوړه

روهي (درې نۍ/۹ د سلواغې)، د هېواد د کرېکټ نولس کلنې لوبډلې نن ورځ د نړيوال جام په نيمه پای لوبه کې د شپږو ويکټو په توپير سره ماتې وخوړه.

په نننۍ لوبه کې افغان لوبغاړو لومړی بېټېنګ وکړ، چې ۱۸۱ منډې يې تر لاسه کړې، په لوبه کې غوره لوبغاړی اکرم علي خېل وو، چې وتوانيدو ترڅو ۸۰ منډې جوړې کړي.

د افغان لوبغاړو په مقابل کې د اسټراليا بالر میرلو وتواندېدو ترڅو دې لوبه څلور افغان لوبغاړي وسوځوي.

استراليايي لوبغاړي جک ادواردز د خپلې لوبډلې په ګټه ۷۲ منډې جوړې کړې او افغان لوبغاړي قيس احمد د بالېنګ په برخه ښه لوبه تر سره او د مقابلې ډلې دوه لوبغاړي يې وسځول.

له دې وړاندې افغان نولس کلنې لوبډلې د نوي زيلانډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.