د ۱۹کلنو په نړۍوال جام کې افغانستان اسټرالیا ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۹مه) د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه کې افغانستان اسټرالیا ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.
په یاده لوبه کې پچه افغان لوبډلې ګتلې او د توپوهنې پرېکړه یې هم کړې ده. 
د افغان لوبډلې توپوهونکو ترمنځ یوازې اکرام علي خېل ۸۰ غوره منډې جوړې کړې.
په دغه لوبه کې رحمان الله ګربز ۲۰، ابراهیم ځدراڼ ۷، بهیر شاه ۴، درویش رسولي ۲، نثار وحدت ۱۱، عظمت الله ۱، نوین الحق او قیس احمد ۸-۸، مجیب ځدراڼ ۱۲ او ظاهر خان ۸ منډې جوړې کړې دي.
د سیالې لوبډلې اسټرالیا له خول غوره توپ اچونه جوناتن میرلو ترسره کړه، چې د افغانستان ۴ لوبغاړي یې وسوځول.