دبرتانیا روغتیا پالان وایې، بایسکل چلول دزړه او سرطان ناروغیو خطر نیم تر نیمه کموي.
د برتانیا طبي ژورنال کې خپره شوې څیړنه لیکي ، هغوې چې کار ته په بایسکل ځي، د زړه او سرطان ناروغیو مخه تر ډيره حده نیولي چې ورسره يې له وخته مخکې د مړینې خطر هم کم شوی دی.
څیړونکي وايي، چې بایسکل چلول د زړه د ناروغیو خطر ۴۶ سلنه او د سرطان د ناروغیو خطر ۴۵ سلنه کموي.
دوي له خلکو غوښتي، تر څو په بایسکل سورلۍ وکړي چې په دې سره به يې چاپیریال، ټولنیز اقتصاد او روغتیا خوندې کړې وي.
دا څیړنه په ۲۶۴،۳۷۷ ګډونوالو ترسره شوي، چې پکې يې اوسط عمر ۵۳ کاله ښودل شوی دی.
وروستي