زخمې احساس

لغمان
زخمي احساس مې د زړه سر يادوې
د شکــــور اباد هـــر مازيګر يادوي

د عليشنګ د سيند څپو کي لامي
د تاجکــــــړيو هــــا سنګپر يادوي

د اخنزادګانو د چينې اوبه څښي
بيا د دندې د سيند کمر يادوي

رايشي د دنګ چنار د سيوري ا رمان
کلـــــه منګې کلـــــــــه ګدر يا دوي

ډکه زولي تازه توتان او ياران
ها توت سنډل د ونې سر يادوي

په نيحالونو او د شولو لاو کي
هغه اشر او نيحالګر يا دوي

مانه د شپي خوب بام په سرکي غواړي
د شپې سپوږمې د سحر المر يادوي

په احترام لاړشي روښان ليسې ته
هلته د خپل د صنف زوړ ور يادوي

د استا دانو همصنفيانو مينه
هر يو ملګر ي او رهبر يادوي

دا قرغيي او علينګار خو پريږده
کله سپين غر کله تور غر يادوي
افغانستانه لحظه نه هيريږې
کله د لر او کله بر يادوي

لغمانه يي د عاشقانو وطن
چې هر شاعر د شپه اوسحر يادوي

حفيظ مليار دا قير سرک څه کوي
دی د کږو پولو چکر يادوي

عبد الحفيظ مليار اتريش