په ټپو پسې ړوند شومه جانان په ښار کې نشته
سرونه پکې ډېر دي خو انسان په ښار کې نشته
باز عابد
دا خلک چې همداسې شاته شاته پاتې کيږي
هوس پکې ښه ډېر دی خو ارمان په ښار کې نشته
بختیار ساحل
موده وشوه يوازې له خپل ځانه سره ګرځم
دا څه ټکه پرېوتې ده ياران په ښار کې نشته
بریا لی ویاړ
چې شپې مو په هوجرو او په جومات باندې تیريږي
زمونږه د خوارانو خو مکان په ښار کې نشته
اکرام الله اکرام
تڼاکې د ځيګر به په کوم ښکلي ماتوم
چې غاړه راته راکړي داسې ځوان په ښار کې نشته
عابد
قسم دی چې له ما يې نوره لاره ورکه کړې
دا چا ويل چې ګټه ده تاوان په ښار کې نشته
بختيار
ګډا قطغني شوې وايي ګرم ساز راواخله
چې څڼې ډول ته واچوي ځوانان په ښار کې نشته
وياړ
د هر سرای په کوټو يې دي لوحې را ځړولي
دا چا ويل ملګرو چې ډمان په ښار کې نشته
اکرام
زما هم چندان مینې ته اوس ډډه نه لګيږي
د کلي په څېر خلکه رقيبان په ښار کې نشته
عابد
دا خلک چې له خلکو نه به ګوتو ساه وباسي
اوس هاغه څڼه وره طالبان په ښار کې نشته
بختيار
چې نجونې به کې وتړي جنډې او بنګړی مات کړي
زيارت په ښار کې نشته ملنګان په ښار کې نشته
وياړ
چې کله د ملا حکومت چپه شو دې وطن کې
بې ږيرو شول ټول خلک اوس شېخان په ښار کې نشته
اکرام
راځه چې لږ د کلي د شوديارو خواته ورشو
زما اوستا د مينې څه امکان په ښار کې نشته
عابد
چې هر سړی يې واوري او جومات ته راروان شي
اوس هاغسې له مينې ډک اذان په ښار کې نشته
بختيار
چې ډله ډله ښکلي بېرته کلي ته روان دي
ټپې په ښارکې نشته يه قربان به ښار کې نشته
ویاړ
څپلکې مې شلېدلي لی په لی ورپسې ګرځم
ټول ښار مې پسې چاڼ کړو خو موچيان په ښار کې نشته
اکرام
پرون راته يو څو ښکلو له ورايه اشارې کړې
دا هسې چا ويلي چې خوبان په ښار کې نشته
عابد
بس څنګ چې مازيګر شي نو ټپو ته مې زړه وشي
افسوس چې پټي شته دي خو دهقان په ښار کې نشته
بختيار
د هيچا د رنځونو درملنه په کې نشی
دارو په ښار کې نشته دی درمان په ښار کې نشته
ویاړ
حسام حاجي که چېرې پارلمان ته لار ونه کړه
دا ومنه اکرامه چې چرګان په ښار کې نشته
اکرام
دښار دا دوکانونه له بلا څيزونو ډک دي
چې مينه پکې پلوري يو دوکان په ښار کې نشته
عابد
چې زړونه پکې شنه شي اميدونه پکې ګل
چې للمې رازرغونې کړي باران په ښار کې نشته
بختيار ساحل
چې وتړي له څېرمې دا منکر خلک له مينې
حاکم په ښار کې نشته دی زندان په ښار کې نشته
ویاړ
د ښار ټول دوکانونه له شرابونه ډک شوي
چيلم په ښار کې نشته دی چرسيان په ښار کې نشته
اکرام
د ښار د مېکدو ورونه ولې تړل شوي؟
دا څنګه سر کشي ده چې رندان په ښار کې نشته
عابد
چې ته يې په سر لاس کش کړې او هغه سلام درکړي
باور وکړئ اوس هاغه ماشومان په ښار کې نشته
بختيار
تمامه ورځې خلکه ستړی ستړی پسې ګرځم
نتکۍ مې پيدا نه کړله پېزوان په ښار کې نشته
وياړ
ساحله! د سوالګرو ماشومانو نه ښار ډک دی
چې وچې يې کړي اوښکې مهربان په ښار کې نشته
اکرام
ورځم د تخيل د کلي لارې پسې نيسم
د شعر چينه مې وچه شوه کاروان په ښار کې نشته
عابد
زما د خېټې درد چې په کې ورځ په ورځ زياتيږي
سپېرکۍ په ښار کې نشته دی باديان په ښار کې نشته
بختيار
اوس هم په رڼا ورځ داړي زمونږ د کلي خلک
غلطه ده چې څوک وايي لېوان په ښار کې نشته
وياړ
کېدای شي په دې خلکو وي څه ټکه را پرېوتې
پښتو ور ځنې تللې ده ايمان په ښار کې نشته
اکرام
د ځمکې به دعوه له زورواکانو سره څنګ کړو
زمونږ د غريبانو خو اسمان په ښار کې نشته
عابد
چې ته ورته سابه وروړې هغه درته شړومبې
د کلي رواجونه او ګوزران په ښار کې نشته
بختيار
دا دومره شاعري مو چې په نيمه شپه کې وکړه
دا چا ويل عابده شاعران په ښار کې نشته
عابد
12.05.2010 18:58
2:26 AM
د شنبې شپه – د مۍ ۸ مه نېټه د بريالی وياړ هوجره
وروستي