رمزي پيسې يا Cryptocurrency څه ډول پيسې دي او څه ډول کارول کيږي؟

رمزي پيسې يا Cryptocurrency بريښنايي پيسې دي، چې د پټو کوډونو يا Cryptography سېسټم په کې کارول شوی دی. رمزي پيسو يا Cryptocurrency په ازاد بازار کې په بريښنايي ډول سره تبادله تر سره کيږي او د يو هېواد د مرکزي بانک له واک څخه په خپلواک ډول کار کوي.

رمزي پيسې يا Cryptocurrency د هغه بريښنايي پيسو سره توپير لري چې د هېواد د مرکزي بانک تر کنټرول لاندې وي، دغه پيسې په نه مرکزيت يا decentralized ډول سره استعماليږي.

د رمزي پيسو يا Cryptocurrency لومړي پولي واحد د بېټ کويان (Bitcoin) په نوم سره په ۲۰۰۹ کال کې منځ ته راغلي، چې په اوسني وخت کې، رمزي پيسو يا Cryptocurrency بېلا بېل نور ډولونه هم لري.

بېټ کويان (Bitcoin) په اوسني وخت کې د د رمزي پيسو يا Cryptocurrency نړيوالې پيسې دي، چې تاديه پرې کيږي.

په بېټ کويان (Bitcoin) پيسو سره راکړه ورکړه په مسقيم ډول د دوو کسانو ترمنځ صورت نيسي، بانک يا کوم بل درېيم شخص يې په منځ کې نه وي.
 
بېټ کويان (Bitcoin) هغه کاغذي او يا فلزي پيسو ته نه دي ورته کوم چې په ورځني ژوند کې يې خلک په حيبونو کې لري او راکړه - ورکړه پرې کوي، بلکې د د کوډونو او نمبرونو په ډول دي، چې د کمپيوټر او انټرنېټ پر مټ ترې ګټه اخېستل کيږي.