
روهي (يوه نۍ/۸ د سلواغې)، د هند د بالېوډ سينما ځوان ۳۲ کلن لوبغاړی رنوير سينګ وايي، چې غواړم په داسې يو فېلم کې راته وړانديز وشي، چې پوځي يونېفورم مې په تن وي او د يو سرتيري رول ولوبوم.
نوموړي د خپلو مينوالو د پوښتنې په ځواب کې، چې آيا علاقه لري ترڅو په داسې يو فېلم کې کار وکړي چې پوځي يونېفورم يې په تن وي؟ رنوير وويل، "دا به زما د خوبونو تعبير وي، که راته يو څوګ وړانديز وکړي، چې په يو پوځي فېلم کې کار او پوځي يونېفروم په تن ولرم، د سرتيري رول بازي کړم. زه منتظر يم، په داسې فېلم کې کار وکړم، چې دښمانان هره ورځ د مرګ تر کور ولېږم."
رونير سينګ چې په بالېوډ سينما کې د مشهور لوبغاړو په ډله کې راځي، تر اوسه يې د سينما په صنعت کې ډېرې لاس ته رواړنې او مډالونه تر لاسه کړې دي.
رونير اوس مهال له زويا اختر سره په يو فېلم کار کوي او په نېږدې وخت کې به له روهېت شېټې سره په يو بل نوي فېلم ګډ کار پيل کړي.