(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۸مه) د هند خپل منځي کرېکټ لوبې لپاره په روانه بولې کې د افغان کرېکټ ملي لوبغاړي هم واخېستل شول.
په دغه بولۍ کې تیره ورځ ځوان لوبغاړی راشد ارمان په څه باندې یو میلیون امریکايي ډالره واخېستل شول.
نن ورځ د افغان کرېکټ لوبډلې څلور تنه نور، مجیب ځدران په ۴۰۰لکه، محمد نبي په ۱۰۰لکه، زهیر خان په ۶۰لکه او نجیب ځدران بیا په ۴۰لکه هندي کلدارو واخېستل شول.
ویل شوي، چې محمد نبي عیسی خیل يو وار بيا د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې اخیستی دی.
د هند غوره ليګ کې تېر ځل هم سنرايزر حېدراباد لوبډلې راشد خان او محمد نبي اخيستي وو او دا ځل یې هم دې لوبډلې ته دواړه اخیستي دي.
په دغه غوره لیک کې تیر ځل یوازې محمد نبي او راشد ارمان لوبه وکړه، خو دا ځل درې نور تکړه لوبغاړي هم د دغو لپاره اخیستل شوي دي.
وروستي