رشيد خان په څه باندې يو مېلېون امريکايي ډالرو واخېستل شو

روهي (نۍ/۲۷ د سلواغې)، د هېواد د کرېکټ لوبغاړی رشيد خان نن ورځ د حيدراباد د سن رايز لوبډلې له خوا په څه باندې يو مېلېون امريکايي ډالرو واخېستل شو.

د هندوستان د ای پي اِل د لوبو په دواطلبۍ کې، نن ورځ رشيد خان واخېستل شو، تمه ده چې سبا به د هېواد ۱۹ کلنو لوبډلې څخه هم لوبغاړي په دواطلبۍ کې واخېستل شي.

نوموړی اوسه مهال په اسټراليا کې په لوبو بوخت دی، چې له دې لوبو وروسته به د زمبابوې پر وړاندې د سيالۍ په موخه عربي اماراتو ته لاړ شي.

د حيدر اباد د سن رايز لوبډلې له لورې رشيد خان تېر کال په ۴۰۰ سوه زر هندي کلدارو اخېستل شوی وو.