ګوګل به خپل مشتريان د سوداګريزو خبرتياوو له شر خلاص کړي

روهي (نۍ/۲۷ د سلواغې)، ګوګل اعلان وکړ، چې د سوداګريزو خبرتياوو د برخې په نوې کولو يا اپډېټ سره به خپلو مشتريانو ته اختيار ورکړي، چې نه خوښ تجارتي اعلانونه تېر يا سکېپ کړي.

ګوګل وايي، چې هغه سوداګريز اعلانونه چې خلک هڅوي، ترڅو پر لېکه يا ان لاين يو څه واخلي او د مشتريانو لپاره نه خوښ او د وخت ضايع وي، په داسې ډول به يې برابر کړي چې مشتريان يې د لېرې کولو اختيار ولري.

د ګوګل د مسوولينو په وينا، چې د سوداګريزې خبرتياوو تڼۍ ګټوره ده، خو بايد مشتريان دا اختيار ولري، چې په وېب پاڼو کوم شی وګوري او کوم نه؛ او هغه څه چې مشتريان يې نه خوښوي بايد پر تحميل نه شي.
 
دوی وايي، چې اوس به داسې پروسېجر رامنځ ته کړي، ترڅو هغه څه چې ان لاين مشتريان يې نه خوښوي، له مخې تېر کړي.
 
په ګوګل کې دغه ځانګړنه mute this ad يا (دغه اعلان بند) کړئ نوميږي، چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کې وړاندې شوه او اوس به په ډېری وېب پاڼو باندې عملي شي.

د ګوګل مسوولين وايي، چې هره شيبه په داسې پالېسيو کار کوي، چې د خلکو د هوساينې لامل شي. څو ورځې وړاندې ګوګل له پلې سټور څخه هغه آپس يا خپرونې لېرې کړې، چې ماشومان يې جګړې ته هڅول.