د والدينو د شکايتونو په اساس ګوګل له پلې سټور يو بل آپلېکېشن هم لېرې کړ

روهي (جمعه/۶ د سلواغې)، ګوګل له پلې سټور څخه د چاقو - ګواښونکی يا Knife-threatening آپلېکېشن (خپرونه) له پلې سټور څخه لېرې کړ.
 
ياد آپلېکېشن چې د ماشومانو لپاره جوړ شوی وو، د کورنيو او د ماشومانو د والدينو د پرله پسې شکايتونو وروسته، ګوګل له پلې څخه ختم کړ.
 
چاقو - ګواښونکی يا Knife-threatening آپلېکېشن د ماشومانو د لوبو داسې يو اپلېکېشن وو، چې ماشومان يې د لوبو پر وخت د چاړې يا چاقو لوبو او په چاړې سره وهلو ته هڅه ول.
 
د ګوګل مسوول چارواکو د ياد آپېلېکېشن د لېرې کيدو په اړخ وويل، "مونږ د خپلو پاليسو مطابق وړاندې ځو، هغه خپرونې يا اپلېکېشن چې دغه پالېسي تر پښو لاندې کوي، مونږ يې پر وړاندې په بېړه غبرګون کوو او له منځه يې وړو."
 
له ګوګل وړاندې يوټيوب هم، د Paw Patrol يا د پنجې ګزمې په نوم هغه کارتون لېرې کړی، چې داستان يې په خوب کې د ماشومانو ګرځېدل؛ د دوی د مرګ په لور تګ وو.
 
ګوګل او يوټيوب وايي، چې يو شمېر هغه خپورنې او ويډيوګانې چې د دوی له پالېسيو سره په ټکر وي، مخکې له دې چې تر مېلېونه خلکو ورسيږي، مونږ به يې په وړاندنې بيړنې عمل وکړ، چې له منځه يې يوسو.
 
د يادونې وړ ده، چې ګوګل يوه مياشت وړاندې هم، يوو شمېر خپرونې يا آپس له پلې سټور څخه لېرې کړي وو.