اسرائيلو په غزه کې فلسطيني انټرنيتي شرکتونو ته د 3G انټرنېټ اجازه ورنه کړه

روهي (پنځه نۍ/۵ د سلواغې)، اسرائيلي چارواکو د فلسطين انټرنيټي شرکتونو ته په غزه کې د تري جې انټرنيت د خپرولو او وېش اجازه ورنه کړه.

اسرائيلو په فلسطين کې د 3G انترنېټ په وېش باندې بنديز لګولی وو، چې څه موده وړاندې يې د فلسطين په نورو ښارونو کې د ختيځ بانک په نوم شرکت ته د اسرائيلو له خوا اجازه ورکړل شوه، ترڅو تري جي انټرنيټي خدمات وړاندې کړي، خو د غزې سيمه باندې لا تر اوسه هم د اسرائيلو له خوا بنديز دی.

د اسرائيلي دولت له لورې په فلسطين باندې له نورو بندېزونو سربيره، د ټېکنالوژۍ په برخه کې هم بنديزونو شتون لري.

د نړۍ ډېری هېوادونه د انټرنېټ د فور جي له خدماتو برخمن دي، خو فلسطينيانو ته اوس د تري جي خدماتو اجازه ورکړل شوه.