له حکومتي پلاوی سره يوځای؛ د شمالي کوريا ۱۲ کسيزه ښځينه لوبډله جنوبي کوريا ته ورسېده

روهي (پنځه نۍ/۵ د سلواغې)، په سويلي کوريا کې د المپيک د ژمنيو سياليو په موخه د شمالي کوريا د هاکي ۱۲ کسيزه ښځينه لوبډله له يو دولتي هئيت سره يوځاي پییګونګینګ ته ورسېده.
 
دغه لوبډله به د سويلي کوريا د هاکي له ډلې يوځای تمرينونه پيل کړي، ترڅو د ۲۰۱۸ کال د المپيک په لوبو کې ولوبيږي.
 
شمالي او جنوبي کوريا تېره اونۍ مواقفه وکړه، چې د المپيک د سيالو لپاره په جنوبي کوريا د دواړو هېوادونو لوبډلې يوځای تمريني سيالۍ ترسره کړي.
 
د المپيک نړيوالې کمېټې تېره ورځ د شمالي کوريا د هاکي له ۱۲ کسيزې ښځينه لوبډلې سره هوکړه وکړه، چې د سويلي کوريا د ۲۳ کسيزې هاکي لوبډلې سره لوبې تر سره کړي.
 
داسې تمه ده، چې د ۲۰۱۸ کال پ المپيک لوبو کې د شمالي کوريا برخه اخېستنه به، په ياد هېواد نړيوال فشارونه راکم کړي او همدا ډول د کوريا په ټاپوزمه کې به، د شمالي او سويلي کوريا ترمنځ اړېکې په ښه کېدو شي.