
ویل شوي، چې هغه هندي لانجمن فلم چې هندوانو پرې غصه شوې و؛ نن نندارې ته وړاندې شې.
هلته د بالیووډ د سینما د دغه فلم له ښودلو یو شمېر سینماګانو ډډه کړې ده.
دغه فلم چې پدماوتي نومېږي او کیسه یې پر یوې هندۍ ملکې څرخي تُندروي هندوان یې په دې خاطر په غصه کړي چې دوی وایي، اصلي ملکه په فلم کې سمه نهده انځور شوې.
په کومو سینماګانو کې چې ښودل کېږي؛ هلته امنیتي تدابیر کلک نیول شوي دي.
په دې اړه د فلم ډایرکټر تورن شوی چې د راجپوټ هندي جنګیالۍ قبیلې د ملکي پدماوات د میین په توګه د مسلمانانو د واکمن علاوالدین خلجي په ښودلو سره یې تاریخ تحریف کړی دی.
په ورته وخت کې فلم پروډیوسر دغه ادعا رد کړي
د هند د فلمونو د سانسورادارې د ډیسمبر په ۳۰مه په سینماګانو کې د دغه لانجمن فلم ښودلو ته اجازه ورکړه.