افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام کې نیوزېلنډ ته په ۲۰۲ منډو ماتې ورکړه

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې۵مه) د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په منځنۍ لوبه کې نیوزېلند ته ماتې ورکړه او د سیالیو په سیمې فاینل لوبو کې لاره پیدا کړه.
د لوبې پچه د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله وګټله او د توپوهنې پرېړکړه وکړې.
د افغان ملي ټیم توپوهونکو په ۵۰ اورنو کې او د ۶ وکټو په سوځېدو سره وتوانېدل چې ۳۰۹ منډې جوړې کړي.
د توپوهنې په برخه کې رحمن الله ګربز ۶۹ منډې جوړه کړه، ابراهیم ځدران ۶۸ منډې، بهیر شاه ۶۷ منډې، عضمت الله عمرزي ۶۶ منډې، نصار وحدت ۲۰ منډې، اکرام علي خېل ۴ منډې، او درویش رسولي ۳ منډې جوړې کې.
خو د نیوزېلنډ لوبډلې ونه توانېدل چې ورکړل شوي هدف پوره کړي او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره یواځې ۱۰۷ منډې جوړې کړې او له دې سره د افغانستان د کلنو ملي لوبډله وتوانېدل چې خپل سیال لوبډلې ته د ۲۰۲ منډو په توپیر ماتې ورکړي.
د توپ اچونې په برخه کې مجیب او قیس احمدي هر یو څلور څلور وکټې ترلاسه کړې، او نوین الحق وتوانید چې یوه وکت ترلاسه کړي.