
حال دا چې نن ورځ د چین اقتصاد د نړیوال اقتصاد یو دینامیک فکتور دی او چین د غربي نړۍ او د امریکا د متحده ایالاتو قوي تجارتي شریک ګڼل کېږي. کسینجر زیاتوي د چین او امریکا ترمنځ دوامداره شخړه او کړکېچ به نړیوال اقتصاد او د دنیا ډېرو هېوادونو ته نه جبرانېدونکي تاوانونه ور واړوي. خو کسینجر په عین وخت کې تاکید کوي چې د جنوب ختیزې آسیا هېوادونه او د چین ګاونډیان په سیمه کې د امریکا د حضور غوښتونکي دي او دا د خپل استقلال لپاره یوه «ګرنټي» بولي. کسینجر همداراز د چین د پوځي لګښتونو او د نظامي قوت د پیاوړي کېدو په هکله تشویش ښکاره کوي او څرګندوي چې امریکا غواړي د دغه تقویت کولو په هدف او په کچه پوه شي.
کسینجر وایي فعلي نړیوال نظام عمدتاً د چین له شراکت او مداخلې پرته جوړ شوی دی. په همدې علت چین کله ناکله ځان دغه نظام ته متعهد نه احساسوي، کله چې د دغه نظام ځینې اصول د چین په ګټه نه وي له هېوادونو سره په معاملو کې د الترناتیف اصولو په وضع کولو لاس پورې کوي، لکه له برازیل او جاپان سره یې چې د پیسو د جدا چینلونو د جوړولو اقدام وکړ. نو که دغه کار په مختلفو برخو کې تکراراً عملي شي نتیجه به یې د یو بل نړیوال نظام چې ځانته به خپل اصول ولري د منځته راتلو باعث وګرځي. او دقیقاً دا د امریکا هماغه اساسي اندېښنه ده چې د ساموئېل هانتینګتون نظریې ته هم ورګرځي. ځکه غربي نړۍ وېرېږي هسې نه چې یو بل تمدن پخپل پیشرفت سره موجود غرب محوره نظام ته بدیل نظام جوړ کړي چې په دې کې به اصلي قرباني د امریکا نړیواله هژموني او برلاسي وي.
نو که څه هم چې کسینجر د «پاسفیک ټولنې» پیشنهاد کوي خو زه فکر کوم چې دا به ممکنه نه وي. امریکا د چين وده او اقتصادي پیشرفت مني خو تر هغه سرحده چې دغه پرمختګ د امریکا برلاسي ته په ګواښ بدل نه شي او د الترناتیف نظام د منځته راوړو سبب و نه ګرځي.
آیا اوس د پاکستان او مرکزي آسیا نوبت دی؟
پاکستان د چین نږدې ملګری هېواد دی. د دغو دواړو هېوادونو دوستي د ټولو فصلونو دوستي بلل کېږي. پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په وخت پاکستان له امریکا سره مرسته وکړه ترڅو په کابل کې کمونیستي حکومت را وپرځول شي. هغه وخت د غربي نړۍ، عربي هېوادونو، پاکستان، چین او خصوصاً افغان ملت ګټې سره ورته او شریکې وې. مګر له ۲۰۰۱ کال راهیسې وضعیت بله بڼه اختیار کړې.
په پیل کې، تر کومه چې د طالبانو د حکومت راپرځول هدف و، ځکه چې د القاعده په ملاتړ متهم شوی و، ټوله نړۍ په یوه خوله وه. خو وروسته وضعیت بدل شو او امریکا چې له تروریزم سره د مبارزې په پلمه تر افغانستانه رارسېدلې وه د خپلو لویو ژیوستراتېژیکو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره یې دلته تروریزم تقویه کړ او په دې بهانه يې پوځي اډې جوړې کړې. په دې ټوله لوبه کې یو وار بیا پاکستان له امریکا سره همکار پاتې شو. په دې مرحله کې د پاکستان ګټې د چین له ګټو سره همآهنګي نه درلوده ځکه چې چین په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي حال دا چې پاکستان د امریکا په خدمت کې رادیکالیزم او تروریزم ته وده ورکوله.
خو څو ټکي دي چې د پاکستان په خلاف د امریکا د متحده ایالاتو نوی توند دریځ توجېه کوي: امریکا پر پاکستان په دې نه ده قهرېدلې چې ګواکې د طالبانو یا حقاني شبکې ملاتړ کوي اصلي او مهم علت یې د پاکستان او چین ترمنځ نږدې اړیکې دي چې اوس د ګوادر - کاشغر اقتصادي دهلېز یا CPEC په پروژه منتهي شوې. دغه ۵۷ میلیارد ډالري پروژه چین ته ستراتېژیک اهمیت لري او د دغه هېواد د انرژي اکمالاتي لارو استقلالیت او تعدد تضمینوي. دا هغه څه دي چې د سیمې ژیوپولیتیک بدلوي او چین ته د قدرت په نړیواله لوبه کې د برلاسۍ دروازه پرانیزي. خو برعکس د چین مهارولو لپاره د امریکا امکانات ډېر کموي. که پاکستان د امریکا د غوښتنې مطابق ځان اصلاح نه کړي د امریکا غضب به پرې نازل شي.
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ۲۰۰۹ کال کې د امریکایانو طرحه چې پر اساس یې باید اجرائیه ریاست جوړ شوی وای و نه منله او قوي مرکزي حکومت یې حفظ کړ، له بلې خوا نوموړي BSA یا امنیتي قرارداد له امریکا سره لاسلیک نه کړ. دغه قرارداد د امریکا اډو ته په افغانستان کې رسمیت ورباښه او دغه هېواد ته یې په عین وخت کې د عسکرو د کمولو او په سیمه کې د استخباراتي لوبو د تنظیمولو زمینه برابروله.
اوس نوي حکومت دغه دواړه امریکایي شرطونه په ځای کړي او د امریکا د وروستیو طرحو عملي کولو ته یې زمینه برابره کړې. خو ستونزه دا ده چې دغه کار حد اقل له پنځه کاله ځنډ سره ترسره شو. په دې جریان کې د سیمې هېوادونو ته ډېر هغه حقایق په ډاګه شول چې پنځه کاله د مخه پرې نه پوهېدل. اوس که څه هم افغانستان کې داعش ډله فعاله شوه خو روسانو په سوریه کې له داعش سره د جګړې تجربه حاصله کړې او په ماهیت یې پوهېدلي دي.
چین چې یو وخت به یې د BSA په هکله خوشبیني ښودله په رڼو سترګو ولیدل چې د دغه تړون له لاسلیک سره په افغانستان کې تروریزم لا پیاوړی شو او نوې تروریستي ډلې یې راوټوکولې.
دغه وضعیت د امریکا په وړاندې په سیمه کې د شک او مقاومت یو بلاک عملاً ایجاد کړی. که پاکستان له دغه بلاک سره یو ځای شي، په داسې حال کې چې هم د چین اقتصادي دهلېز له دغه هېواده تېرېږي او هم د امریکا او ناټو اکمالاتي لار، دا به امریکا ته په دواړو اړخونو کې ستراتېژیکه ماته په برخه کړي.
زما په نظر د پاکستان په هکله د امریکا وروستی شدید دریځ د دې لپاره نه دی چې نوموړی هېواد د تروریزم ملاتړ او پالنه کوي بلکې د دې لپاره دی چې پاکستان مجبور کړي له نوي منطقوي بلاک سره یو ځای نه شي او اجازه ورنکړي چې CPEC عملي بڼه اختیار کړي. د امریکا دفاع وزیر په ښکاره وویل چې هېواد یې د CPEC مخالف دی او دا چې دا دهلېز له متنازع سیمو تېرېږي. له متنازع سیمو د جیمز متیس هدف د هند او چین ترمنځ په کشمیر کې هغه سیمه ده چې دواړه هېوادونه یې د مالکیت دعوا لري.
په افغانستان کې د داعش چټکه وده او بیا د هېواد شمالي سیمو ته یې رسېدل هم د چین او هم د روسیې او منځنۍ آسیا لپاره د خطر زنګ دی.
په افغانستان کې داعش ځان د نړیوال خلافت د خراسان ولایت بولي. خراسان یعنې د افغانستان په پولو کې محدود نه پاتې کېدل. په داعش او نورو تروریستي ګروپونو کې چې د افغانستان په شمال کې مېشت دي د ETIM یا شرقي ترکستان پر جنګیالیو برسېره نور بهرني جنګیالي هم موجود دي. دا روښانه ده چې د نوموړو ډلو هدف له افغانستانه بهر فعالیت کول دي، افغانستان دوی ته د جبهې شا او د اډې حیثیت لري. که داعش نوره وده هم کوي تر آمو هاخوا د مرکزي آسیا هېوادونو ته به وراوړي. په دې توګه به له مرکزي آسیا څخه چین ته د انرژي د رسولو ځمکنۍ لارې هم وګواښل شي.
چین او افغانستان:
په داسې وضعیت کې تر هر څه د مخه چین په افغانستان کې سولې او ثبات راوستلو ته ضرورت لري. چین په دې برخه کې ډېر څه کړي دي. د څلور اړخیزو ناستو QCG سلسله د چین په ابتکار پیل شوه. دغو ناستو نتیجه نه درلوده. وروستۍ ناسته په چین کې په درې اړخیزه توګه ترسره شوه یعنې چین، پاکستان او افغانستان سره کښېناستل ترڅو د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ښې کړي او سولې ته لاره اواره کړي. دې ته هم ډېره تمه نه کېږي ځکه چې افغان حکومت د امریکا د تصمیم متابعت کوي او امریکا تراوسه په افغانستان کې د جنګ دوام غواړي.
د افغانستان د خرابېدونکي امنیتي وضعیت او دا چې داعش د افغانستان شمال ته په سرعت لاره خلاصه کړه د چین اندېښنې راپارولي. چین ته د تروریستانو د وراوښتو د مخنیوي لپاره بیجینګ په بدخشان کې د یوې سرحدي لېوا د جوړولو پیشنهاد وکړ چې له افغان قوتونو جوړه شي او مصارف یې چین پر غاړه واخلي. دا ټول ښه اقدامات دي. خو زما په نظر مثبته نتیجه به له ځانه سره ونلري. ځکه دغه اقدامات عوامل له منځه نه وړي او علتونو ته توجه نه کوي.
څنګه کېدای شي QCG ته تمه ولرو حال دا چې امریکا خپلې ستراتېژیکې ګټې په دې کې ویني چې په افغانستان کې جګړه او بې قانوني دومره پراخه شي او مرکزي حکومت دومره تضعیف شي چې دغه خاوره د تروریستانو د تربیې په یوې اډې بدله شي.
له بلې خوا یوه سرحدي لېوا به د امریکايي هغو اډو په شتون کې چې تروریستان روزي څومره مقاومت وکولای شي؟
دا په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې اوس د نا محدود وخت لپاره د پاتې کېدو خبرې کوي. د متحده ایالاتو د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې چې د ولسمشر ټرمپ لخوا تېر ډسمبر اعلان شوه چین رقیب هېواد بلل شوی او بالآخره په تازه مورد کې جنرال جیمز متیس د خپل هېواد د نوې دفاعي ستراتېژۍ د اعلانولو په وخت کې وویل چې امریکا وروسته له دې خپله دفاعي توجه د تروریزم ضد جګړې باندې نه بلکې د لویو قدرتونو یعنې چین او روسیې په مقابله متمرکزه کوي.
زما په نظر اساسي حل هغه وخت موندل کېدای شي چې په افغانستان کې د امریکا شتون له سره تعریف شي، نوي حدود ورته و ټاکل شي او له تروریزم سره د امریکایي جګړې حساب کتاب له واشنګټن څخه وغوښتل شي. له بلې خوا په افغانستان کې باید داسې حکومت موجود وي چې په پټو سترګو د امریکا هرڅه ونه مني او په اول قدم کې د افغانانو ملي منافع په نظر کې ونیسي.