د سیمې ژیوپولیتیک وضعیت او د چین – افغانستان اړیکې (لومړۍ برخه)

دغه لیکنه د هغې وینا پوره متن دی چې د عبدالکریم خُرم لخوا د مرغومي په ۳۰مه په هغه کنفرانس کې واورول شوه چې په انترکانتیننتل هوتل کې د ستراتېژیکو او سیمه يیزو څېړنو مرکز لخوا د چین او افغانستان پر اړیکو جوړ شوی و.

په نوي یمه لسیزه کې کله چې ما په فرانسه کې تحصیل کاوه چین د زیاترو سیاسي، اقتصادي او ژیوپولیتیک بحثونو او څېړنو موضوع وه. له هغو بحثونو مې دوې جملې چې په ذهن کې حک شوي یوه دا وه: «کله چې چین ویښ شي، دنیا به ولړزېږي» او بله دا چې «څه خوند به وکړي چې موږ دوه میلیارده تخرګونو ته عطر تولید کړو» دغه دوې جملې د چین په اړه د غرب امید او اندېښنه بیانوي. که څه هم چې اروپا په دې برخه کې له امریکا متفاوته ده خو بیا هم دغه جملې په کلي توګه غربي ذهن د چین په هکله بیانولی شي، یعنې ګټې ته یې تمه او له زوره یې وېره.

غربي نړۍ له هغه وخته چې له چین سره یې رابطه پیدا شوې لومړنی فکر یې دا و چې له دغه لوی بازار نه حد اکثر ګټه اوچته کړي. خو که چین د دنیا پر بازار خپل توکي اوروي او یا په ستر قدرت بدلېدلو سره د بین المللي روابطو په اصولو کې تغییر راولي یا د قدرت موازنه تغییروي دا يې بیا خوښ نه دي.

زه د چین متخصص نه یم، خو له چین سره علاقه لرم. ځکه علاقه لرم چې چین زموږ ګاونډی دی، موږ ته یې تراوسه زیان نه دی رسولی، د نړۍ ستر قدرت دی، څه په سیاسي او څه په اقتصادي برخه کې.

د چین او افغانستان د اړیکو څېړل ایجابوي چې لومړی د سیمې نننی ژیوپولیتیک حالت وڅېړل شي. همدارنګه دا ممکنه نه ده چې د چین او افغانستان روابط مطالعه شي پرته له دې چې لومړی د چین او امریکا او چین او پاکستان روابطو ته یوه کتنه وشي. دا په دې علت چې امریکا په افغانستان کې اډې لري او نظامي او سیاسي حضور یې ډېر پراخ دی، په لنډو ټکو چې وویل شي نن امریکا د افغانستان پر هر څه حاکمه ده. له بلې خوا پاکستان د افغانستان په مسایلو کې حد اقل له څلوېښتو کلونو راپدېخوا مستقیماً دخیل دى او لاس پکې لري او همدا هېواد په سیمه کې د چین ډېر نږدې ملګری او شریک هم دی.

په سیمه کې نوی ژیوپولیتیک وضعیت:
ــ د سړې جګړې پای د نړۍ په ژیوپولیتیک وضعیت کې د یوې نوې دورې پیل و.
د شوروي اتحاد له ړنګېدو د مخه یعنې د سړې جګړې تر پای ته رسېدو د مخه د نړۍ د سیاست مرکز اروپا وه. ټولې نړیوالې سیاسي لوبې پر اروپا متمرکزې وې.

رنسانس اروپا راویښه کړه. صنعتي انقلاب د اروپا د هژموني وسایل برابر کړل. د څو پېړیو په جریان کې د نړۍ سیاست ته، د بین المللي روابطو اصولو ته، د نړۍ تجارت ته اروپا شکل ورکاوه. دوې نړیوالې جګړې چې په شلمه پېړۍ کې پېښې شوې په اصل کې اروپایي جګړې وې. د سړې جګړې سرلاري که څه هم امریکا او شوروي اتحاد وو خو موضوع يې اروپا وه. د سړې جګړې پای د نړۍ په ژیوپولیتیک وضعیت کې د تغییر نقطه وه. له دې وروسته په طبیعي توګه توجه او لوبه د نړۍ یوې بلې برخې باندې متمرکزه شوه چې هغه آسیا او په آسیا کې بیا د منځني ختیځ، منځنۍ آسیا، د هند د سمندر، د بنګال خلیج خلاصه د هند او د چین سیمې دي.

هند او چین د نړۍ تر ټولو لوی نفوس لرونکي هېوادونه دي. د دغو هېوادونو هم نفوس وده کوي او هم اقتصاد. په دغو دواړو هېوادونو کې متوسطه طبقه په چټکتیا د ودې په حال کې ده. کله چې په یو هېواد کې متوسطه طبقه وده کوي، معنی یې دا ده چې مصرف پکې زیاتېږي او د مصرف زیاتېدل پخپل وار د اقتصاد د ودې باعث ګرځي. اقتصادي وده د انرژي منابعو ته ضرورت لري. په دې توګه د هند او چین اقتصادي رشد په کلکه په تېلو، ګاز او تر یو حده په سکرو پورې تړلی دی.

د یوې څېړنې له مخې د چین د تېلو تقاضا له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۵ پورې یعنې صرف په لسو کلونو کې دوه برابره شوه او داسې پتېیل کېږي چې په راتلونکو لسو تر شلو کلونو کې به بیا دوه برابره زیاته شي. چین همدا اوس په روزانه توګه ۷،۳ میلیون بېرله خام تېل واردوي. د چین د تېلو د وارداتو تر نیمايي زیاته برخه له منځني ختیځ نه د هند بحر او بیا د «ملکا تنګي» څخه په تېرېدو واردېږي.

همدا اوس د نړۍ ۷۰٪ تېل له منځني ختيځ څخه د آرام سمندر په لور لېږدول کېږي. د څېړنو پر اساس هغه ۵۰٪ زیاتوالی چې په نړۍ کې به د انرژي د مصرف په برخه کې تر ۲۰۳۰ پورې منځته راشي نیمایي یې یوازې په چین او په هند پورې اړه لري.

چین په دې لټه کې دی چې د تېلو او ګازو په واردولو کې له بحري لارې پرته نورې بدیلې لارې هم پیدا کړي. دغه لارې به عمدتاً له مرکزي آسیا او د پاکستان له طریقه د تېلو او ګازو واردولو لارې وي، د پایپ لاینونو او په ځینو مواردو کې د ریل په واسطه. په هغه سیمه کې چې له منځنۍ آسیا نه تر جنوبي آسیا پورې عموداً او د چین له غربي څنډې تر مدیترانې پورې افقاً پرته ده د پایپ لاینونو زیاتې پروژې د کاغذ پر مخ موجودې دي چې ځینې یې عملي شوې هم دي.

د پنتاګون د یوې څېړنې پر اساس همدا اوس چین هره ورځ له قزاقستان څخه د پایپ لاین په واسطه څلورسوه زره بېرله تېل واردوي. همدارنګه له روسیې څخه د چین ان شرقي ساحل ته هره ورځ د پایپ لاین په واسطه درې سوه زره بېرله تېل رسول کېږي چې پر دوه برابره کولو یې کار روان دی.

د قزاقستان او چین ترمنځ د ګاز پر پایپ لاین کار روان دی چې هر کال به لس میلیارد متر مکعب ګاز له قزاقستان څخه چین ته انتقال کړي.