
له ترکمنستان څخه همدا اوس د پایپ لاین په واسطه هر کال څلوېښت میلیارده متر مکعب ګاز صادرېږي.
دې ته ورته پروژې ډېرې دي. ځینې ترسره شوي او ځینې تر کار لاندې دي. همدارنګه چین د پاکستان د ګوادر بندر په جوړولو کې سرمایه ګذاري وکړه. له دغه بندر څخه به د چین تر کاشغره پورې پایپ لاینونه، سړکونه او د ریل پټلۍ اعمار شي. چین د ګوادر - کاشغر پر اقتصادي دهلېز یا پر CPEC ۵۷ میلیارد ډالره پانګونه کوي. ګوادر بندر به د چین لاسرسي عرب سمندرګي ته آسانه او لاره به یې لنډه کړي. په دې توګه به د هند د سمندر لارې ته چې له ګواښونو ډکه ده یو بل بدیل هم پیدا شي.
چین په یاد لري چې په ۱۶مې پېړۍ کې چې د ملکا تنګى پرې وتړل شو څه زیانونه يې وګالل، دا وېره نن هم له چین سره موجوده ده، نو د ګوادر لار او د منځنۍ آسیا لارې د چین لپاره حیاتي اهمیت لري.
که خبر راټوله کړو په هغه سیمه کې چې له سړې جګړې راوروسته دوره کې د دنیا سیاسي لوبه روانه ده د شرق خوا ته یې چین پروت دی او د غرب خوا ته یې د منځني ختیځ مسلمان هېوادونه.
چین د نړۍ دوهم اقتصاد او په چټکۍ پرمخ روان دی نو د انرژي یعنې د تېلو او ګازو ضرورت یې ورځ تر بلې اضافه کېږي او منځنی ختیځ د نړۍ د انرژي یعنې د تېلو او د ګازو د تولید تر ټولو لوی مرکز دی. همدا د ودې او ځواکمن کېدو پوتانسیل دی چې دغه سیمه یې د نړیوال سیاست د تمرکز په جغرافیه بدله کړې ده.
د تمدنونو د ټکر نظریه او زموږ د سیمې ژیوپولیتیک:
ساموئېل هانتینګتون په ۱۹۹۳ کې «د تمدنونو د ټکر» په هکله یوه تحقیقي مقاله ولیکله چې بیا یې په کتاب واړوله. هانتینګتون د هاروارد پوهنتون استاد، د فارن پالیسي نشریې مؤسس و چې د جیمي کارتر په حکومت کې یې د ملي امنیت په شورا کې د متخصص او کارپوه په حیث کار کولو. دى وایي شلمه پېړۍ د ایډیولوژي ګانو د ټکر پېړۍ وه یعنې کمونیزم، نشنلیزم او لیبراله دیموکراسي په دې پېړۍ کې سره په جګړه وو. دغه جګړه د سړې جګړې له پای سره ختمه شوه. بله دوره به د تمدنونو د ټکر دوره وي. یعنې جګړې به د مختلفو تمدنونو ترمنځ ونښلي. دی په نړۍ کې اته تمدنونه په ګوته کوي په هغو کې غربي تمدن چې لوېدیځه اروپا او شمالي امریکا په بر کې نیسي، کنفوسیوسي تمدن چې له چین څخه عبارت دی او اسلامي تمدن چې ټول مسلمان هېوادونه سره راغونډوي.
هانتینګتون غربي تمدن ته چې پر نړۍ حاکم دی تر ټولو لوی ګواښ د اسلامي تمدن او د چین تمدن ګڼي. په تمدني جګړه کې د ماتې خوړلي تمدن نه یوازې برلاسي، اقتصادي ځواک او نظامي قوت مضمحل کېږي بلکې ټول ارزښتونه او فرهنګ یې هم له ګواښ او له منځه تلو سره مخامخ کېږي.
د نوموړي په نظر که اسلامي تمدن او د چین تمدن سره لاسونه ورکړي غربي تمدن ته د فاجعې حیثیت پیدا کوي. دی د دغو دواړو تمدنونو د همکارۍ نښې هم بیانوي مثلاً وایي (د مقالې د لیکلو په وخت کې) چین په نظامي برخه کې عراق، لیبیا، الجزایر او ایران سمبال کړي. شمالي کوریا، سوریې او ایران ته یې مرسته کړې. د دغه ګواښ په مقابل کې هانتینګتون د غربي تمدن په چوکاټ کې د اروپا او امریکا د نږدېوالي غوښتنه کوي او د همکاریو د پراخېدو سپارښتنه یې کوي، او دغه همکاري ختیزې اروپا او لاتینې امریکا ته غځول ضروري بولي.
هغه سیمه چې پاس مې ورته اشاره وکړه او د سړې جګړې را وروسته مې د نړۍ د سیاسي تعاملاتو مرکز وباله پخپله شرقي څنډه کې چین لري او په غربي څنډه کې منځنی ختیځ، یعنې د عربي او مسلمانو هېوادونو مجموعه.
افغانستان، د دغې سیمې او د دغو دوو قطبونو په منځ کې واقع دی. د دغې سیمې په غربي اړخ کې د افریقا له شاخه چې له یمن، عراق، لیبیا، سوریه، افغانستان، پاکستان پورې پرته ده د سړې جګړې تر ختمېدو وروسته القاعده وزېږېده. دغه سیمه د خپلمنځیو جګړو سیمه شوه، مسلمانان یو له بل سره په جنګ واوښتل. د سپتمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته د دنیا دې برخې ته د امریکا پښه را داخله شوه، لومړی افغانستان او بیا عراق کې امریکا مداخله وکړه.
وروسته د عرب پسرلي وضعیت لا نور کړکېچن کړ. منځنی ختیځ او عربي نړۍ په داخلي جنګ کې د اضمحلال او ویجاړۍ تر سرحده ورسېدل.
وروستۍ مرحله د داعش راپیدا کېدل وو. په منځني ختیز کې داعش موجود بحران او بې ثباتي نور هم عمیق کړل. دا د مسلمانانو د انحطاط دوره بللی شو.
زما نتیجه ګیري دا ده چې له یوې خوا د اسلامي تمدن او کنفوسیوسي تمدن د همکارۍ مخه ونیول شوه، چین ته د انرژۍ د اکمالولو اصلي مرکز په جګړو او بې ثباتیو کې ښکېل شو. له بلې خوا چین ته د انرژي د رسولو بحري او ځمکنۍ لارې په بحراني او بې ثباته هېوادونو کې راوستل شوې.
په افغانستان کې طالبان او القاعده باعث شول چې د امریکا پښه دلته را داخله شي. له ۲۰۰۱ وروسته لنډه آرامي راغله. خو ژر بیا جګړو زور واخیست. د جګړو شدت باعث شو چې امریکا خپل نظامي حضور دلته لا قوي کړي او د اډو په جوړولو لاس پورې کړي.
دلته پر هغو اتحادونو بحث نه کوم چې امریکا په ختیزه برخه کې د چین په وړاندې جوړ کړي چې مهم هېوادونه یې استرالیا، جاپان او هند دي ځکه چې دا مو د بحث موضوع نه ده. له دغو هېوادونو صرف فیلیپین اوس له امریکا فاصله نیولې او چین ته نږدې شوی. دغه اتحادونه ټول د چین د اکمالاتو، د وارداتو او صادراتو بحري لارې ګواښي.
که څه هم چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر «هنري کسینجر» وایي د سړې جګړې د ایسار کولو یا محاصره کولو نظریه کومه چې د شوروي اتحاد په ضد عملي شوه نن ورځ له چین سره د کارولو نه ده. دی وايي د شوروي اتحاد اقتصاد ضعیف و، د غربي هېوادونو له اقتصاد سره تړلی نه و، د شوروي اتحاد زور فقط نظامي زور و. نو د شوروي محاصره کولو او ایسار کولو نړیوال اقتصاد باندې اغېزه نه کوله.