
د کابل ښار تر ټولو مهم هوټل ( انټرکانتیننټل ) ته څو تنه بریدګر ننوتل او جګړه یې پیل کړه چې کابو ۱۶ ساعته یې دوام وکړ او وروسته د بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسیده
د برید د مرګ ژوبلې په اړه په رسنیو کې ډول ډول راپورونه لاس په لاس کیدل خو موږ یې له دې ځایه تیریږو چې څومره مرګ ژوبله به یې اړولي وي او خپلې خبرې ته ځان برابروو
که څه هم په ۲۰۱۱م زیږدیز کال کې د وسلوالو طالبانو لخوا یاد هوټل تر بدیر لاندې نیول شوی وو او زیات تلفات یې اړولي وو خو دا ځل دې هوټل ته د څو تنو وسلوالو ننوتل خورا مهم او پرمختللی کار بریښي
کابل ښار ورځ تر بلې بدلون مومي او د امنیت راوستو په برخه کې یې افغان دولت له هرې ممکنې لارې کار اخلي تر څو امنیت پکې تامین شي
د تیرو کلونو په پرتله کابل په دې وروستیو دریو کلونو کې ډیر تغیر خوړلی او د حکومت اړوند ځایونو کې یې بې ساری امنیت نیول شوی، حتی تر دې چې په دې وروستیو کې د سي بي اس امریکایي تلویزون یوه خبریاله وروسته له څو کلونو بیا کابل ته راغلې وه او د کابل حالت او نوې بڼې دومره په حیرت کې اچولې وه چې له ولسمشر اشرف غني څخه یې د مرکې پر مهال یوه پوښنتنه دا وه، چې دلته ( کابل ) کې څه پیښ شوي او څه قصه ده؟
همدا رنګه د افغانستان لپاره د ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان وروسته هم په افغانستان کې د امن او ثبات راوستو په پلمه بهرنیو ځواکونو خپلو بریدونو ته زیات زور ورکړ او خپله ټوله توجه یې د وسلوالو طالبانو پخوا واړوله، تر دې چې ګواښونه یې وکړل او ویل یې چې طالبان به یا وسله پر ځمکه ږدي او یا به هم وژل کیږي او دېته ورته نور زیات فشارونه یې هم په وسلوالو طالبانو راوستل
بهرنیو ځواکونو د دې تر څنګ د پلازمېنې ( کابل ) امنیت ته هم جدي پاملرنه راواړوله او ټول هغه ځایونه چې نسبت یې حکومت ته کیږي او په خاص ډول هغه ځایونه چې په بهرنیانو پورې اړه لري د ټینګ امنیت تدابیر یې ونیول، خو سره له دې چې بیا هم وسلوال طالبان په داسې یو حساس وخت کې دومره حساس ځای ته ځان رسوي، د طالبانو بریا په اثبات رسوي
په داسې حالت کې چې د کابل ښار هر ډول امنیتي تدابیر نیول شوي وي او بیا هم طالبان راځي او د کابل ښار تر ټولو مهم هوټل ته له وسلو سره ځان رسوي او د خپل دښمن په کور کې دومره قادر وي چې د برید طرحه شوي پلان ته چې د جمعې په شپه وو تغیر ورکوي او بلې شپې ته یې اړوي، آیا دا د طالبانو په بریالي کیدو او د افغان حکومت د کمزوري کیدو په مانا نه دی؟
له دې ټولو سره سره بیا هم د بهرنیو ځواکونو او د کورنیو چارواکو دا خبرې چې طالبان به له منځه یوسو او یا به یې وسلې ایښودلو ته اړ کړو د حماقت وروستی حد نشو بللی؟
افغانان نور جګړه نه غواړي، خو جګړې ته مجبور شوي، بهرني ځواکونه دې ووځي، دا هر څه به سم شي. ان شاءالله
د سوکاله او ارام افغانستان په هیله