ټرمپه!سر خلاص کړه دلته به وژل کیږئ

هلته اوازې دي چې امریکا افغانستان ته څلور زره نور عسکر رالیږي تر څو د افغانستان هغه جګړه چې د لکونو عسکرو پر مټ یې قابو نکړه قابو کړي او دلته په څنګ کې ورسره په بیړه بیړه د امریکایي پوځیانو د وژل کیدو خبرونه او راپورونه ورکول کیږي.
څو ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو یو نفوذي برید ګر(عبیدالله)په امریکایي ځواکونو د خپل ټويک میل وراړولی وو چې د امربکایانو پخپله وینا درې تنه امربکایي پوځیان یې ووژل او یو تن یې سخت ټپي کړ.
نن مو بیا یو بل تود خبر تر غوږو اخوا او دیخوا کیده چې په شاهین قول اردو کې یو تن افغان عسکر د مسعود په نوم خپل افغاني ضمیر او احساس په جذبه کې راوستلی وو او نه یې غوښتل چې د ده په ژوند دې نور د میړنیو په وطن کې پردي اشغالګر وخت تیر کړي او په ډیره میړانه او شجاعت سره یې د خپل ټوپک خوله په امریکایي عسکرو ورواړوله او د ماشي په ټینګولو سره یې اووه تنه امریکایي عسکر له سخت عذاب سره مخ کړل چې څلور تنه پکښې ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.
د نوموړو دا تاریخي کردار اصیلو افغانانو او هغه چا چې په دې وطن یې زړه خوږیږي سخت وستایه او ویې ویل چې داسې زلمي زموږ د میړنیو په قطار کې شمارل کیږي او د تاریخ زرینې پاڼې به د دوی په نومونو افتخار او ویاړ کوي.
امریکا دې په دې ښه پوه شي چې که دلته بهرني ځواکونه په هر څومره خوندي او پټو ځایونو کې ځانونه خوندي کړي خو د دې وطن له اصلي بچیو څخه هیڅکله هم نشي ژغوریدای او په هر ځای کې به یې په نښه کوي
د عبیدالله او مسعود ملي او افغاني کارنامي امریکایانو ته ښکاره کوي چې دا د میړنیو وطن او ځاله ده دا ځاله به هیڅکله هم بې شاهینه نشي او دا خاوره به تل د دوی په شان زمري او اتلان پخپله غیرتمنه غیږه کې ساتي او هیڅ کوم تیریګر ته به اجازه و نکړې چې دلته خپل ناروا پلانونه پلي کړي
د ټرمپ اداره دې باید په دې سر خلاص کا چې دلته به یې ځواکونه وژل کیږي،ټپیان کیږي او له سختو عذابونو سره به مخ کیږي
امریکا باید پوه شي چې افغانان له ډیر پخوا څخه د پردیو اشغالګرو په مرګونو اموخته دي نور نو د ټرمپ خپله خوښه چې عسکر رالیږي او کنه؟