د ملکي تلفاتو عاملین څوک دي؟

د یوناما هغه راپور مې ولوست چې د تیرو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو په اړه یې خپور کړی وو
په راپور کې راغلي وو چې د ملکي تلفاتو عاملین تر ټولو زیات وسلوال طالبان دي چې په سلو کې ۴۳ فیصده ملکي تلفات طالبانو اړولي دي
په راپور کې ۵ فیصده پړه د داعش په ډلې ور ولیدلې وه او یواځي ۱۸فیصده امریکایي او افغان سرتیرو ته منسوب شوي دي
یوناما چې د ملکي تلفاتو فیصدي ته یې ډیر ښه حساب کړی خو بیا هم د ۱۹فیصدي په معلومولو کې پاته راغلې دي او ویلي یې دي چې د دې لا مرتکب معلوم نه دی
تقریباً شپاړلس کاله کیږي چې دا جنګ روان دی او ولسي خلکو ته ښه پریمانه زیانونه اوښتي او لا هم اوړي
موږ به د تیرو شپاړلسو کلونو د ملکي تلفاتو حساب نه کوو بلکه د تیرو څلورو پنځو ورځو حساب به ووکو چې څومره ملکي تلفات اوښتي؟او د چا له لوري اوښتي دي؟
ټول شاهدان یو چې څو ورځې وړاندې د همدې جولای میاشتې په ۱۵ نیټه سهار وختي په قندوز ولایت کې د امریکایي پوځیانو الوتکو د نجونو په یو مکتب ستر بم راوغوځاوه او مکتب یې تقریباً په یو مخییز ډول ویجاړ کړ او ورپسې یې له مکتب سره نزدې په لسهاوو دکانونه او د ولسي خلکو کورونه وربمبارد کړل چې زیات شمیر دکانونه او کورونه پکښې له منځه لاړل او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واښته
مګر بشر دوستانو هیڅ ونه ویل نو ضروربه یې د ځان د جواز لپاره کوم دلیل جوړ کړی وي
همدا رنګه څو ورځې مخکې د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته نزدې افغان امنیتي سرتیرو د شپې په عملیاتو کې چې دوی د شپنیو عملیاتو نوم ورکوي ۲۰ تنه ولسي وګړي چې د همدې ولایت د ملکي روغتون د سر طبیب ډاکټر ضیاءالرحمن په وینا چې اکثره یې ماشومان او ښځې وې شهیدان کړل
دوه ورځې وړاندې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ډیسي توپ توغولی چې د سیمې د یو اوسیدونکي حاجي محمد اکا په کور کې لګیدلی چې د ۲ ښځو په ګډون یې ۲ ماشومان شهیدان کړي دي
دغه د یو څلورو پنځو ورځو د ملکي تلفاتو بیلګې وې چې ما په رسنیو کې لیدلې وې او عاملین یې هم امریکايي او افغان سرتیري معرفي شوي دي
اوس نو تاسو ووایاست او ریښتینی قضاوت وکړئ چې د یوناما راپور څومره بې پري او سپیڅلی دی؟
یوناما که چیرته ریښتیا او په ریښتینې توګه خپله اداره د انساني حقوقو مدافعین بولي نو به یې داسې پریکړه نه وه کړې بلکه نور که هیڅ نه وای صرف به یې د دواړو اړخونو د وسلو استعمال کچه مالومه کړې وای چې کوم اړخ زیاته وسله استعمالوي او څوک د باران په شان مرمۍ اوروي نو به ښه مالومه شوې وه چې ملکي خلک د چا په ډزو کې وژل کیږي.