
دنوي اوگران افغانستان ۲۶۰ كاليزه ټولواصلو هيوادوالو ته مبارك وايم
په جرمني كې دافغانستان دكولتوري ودې دپراختياټولنې مشرتابه هيت ته!
قـــــدرمنوملگـــــــرو!
ستاسو له بلنليك څخه ډېره دېره مننه زه هم په خپل وار تاسو او دگران هيواد اصلو زامنواولوڼوته دنوي افغانستان د۲۶۰ كاليزې مباركې وايم ډېر مې زړه دركېده چې درشم خودا سخت ستونځــمن حالــت ماته اجازه نه راكــوي چې درشم زه په يوو داسې حالت كې قرارلرم لكه څوك چې په جنگي جبهه كې پروت وي زه له يوې خوا دگـران هيواد د
كړكېچنو حالاتوله وجې په ليكنو اويا خو له ډول ډول راديو گانو سره په مركو بوخت يم اوله بلې خواستاسوموقعيت
هم ډېر راڅخه لرې دى نوځكه به تاسو خپل كار ته پرېږدم اوزه به خپله جگړه په مخ وړم وبه گورو چې څه كېږي .
دنه درتگ په ناغـــه گي كې يو خپل شعــرټولــو هيوادوالو ته ډالۍ كوم
پېزوان
سورپېزوان دى په پېزوان پســـــــې پېزوان***خوسي كړي ئې په ځوړ سپېره اوښــــان
دړستوني له مارانو څه گيلــــــــــــــــــه كړم***زه خوړلى يم مارانو دگــــــــــــــــــرېوان
نه خپل واك نه خپل لباس لري افسوس كړم***نه شــــــــرمېږي لا ځان هــم بولـې افغان
دخوشـــــــــــال جمدر راياد شي فرياد وكړم***چې كڅوړو كې زه ووينم زلمــــــــــــــيان
دا له كومه رانازل شول دوى تباه كـــــــړې***هم شرمش دي هم دسوړو شـــــــــــغالان
راولاړ شئ يو قوت شئ وير ځپلــــــــــــــو***له اټك څخه نيولـــــــــــې تر واخــــــــــان
دبســـمل ارمان به هغه وخت پوره شـــــي***چې په يو دســــــتارخان كېنــي افغـــــانان
افغــــــــــــان ولس دســـــــــــــرلوړى وي