
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۳مه) د افغانستان د لوړو زده کړووزارت د نصاب بیا کتنې او معیاري کولو یو نوی پروګرام د ولسمشر لخوا ومنل شو.
دا پروګرام د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او علمي مرستیال پوهنمل عبد التواب بالاکرزي لخوا د بشري قوې عالي شورا په غونډه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې د ولسمشر غني په مشرۍ جوړه شوې وه، وړاندې شو.
نوموړي د یاد پروګرام موخه د علمي برنامو د کیفیت لوړونه او محصلانو ته د مبتکرانه لوړو زده کړو زمینو برابرول وبلل.
ښاغلي بالا کرزي وویل، چې معیاري تحصیلي نصاب د لوړو زده کړو په برخه کې یو مهم عنصر دی چې پلي کېدل یې د تدریس د ښه والې او د بازار غوښتنو سره سم د علمی کادرونو د روزنې لامل کېږي.
د ولسمشر په دې اړه ویلي، د علمي کادرونو په برخه کې دې مالیه وزارت بودجه چمتو کړي، نوموړي له دې پروګرام څخه خوښي ښکاره کړه او زیاته یې کړه، چې په دې پروګرام کې مهم عنصر مشوره ده او د متخصصینو د لیدلورو تر څنګ باید، د استادانو او محصلانو نظریات هم واخیستل شي.
د بشري قوې د عالي شورا په غونډه کې د پوهنې او لوړو زده کړو نصابونو په ورته والي او تدریس په متودونو هم ټینګار وشو.