په هرو څلورو کسانو کې يوازې يو کس په ټولنيزو رسنيو باور کوی

روهي (دوه نۍ/۲ د سلواغې)، د يوې نوې ساروې د راپور پر بنسټ په هرو څلور کسانو کې يوازې يو کس د ټولنيزو رسنيو لکه فېسبوک او ټوېټر په خبرونو او لېکنو باور کوي.

ياده ساروې په انګلېستان کې تر سره شوې او ويلې شوی، چې له هرو څلورو انګلېستانيانو څخه يو يې په ټولنيز رسنيو باور ساتي. د يادې ساروې مطابق ورځې تر بلې د خلکو باور په پخواني ژورنالېزم لکه راډيو، ورځپاڼه او ټلوېزون باندې زياتيږي.

په ساروې کې ويل شوي چې ۶۴ سلنه انګلېستانيان په ټولنيزو رسنيو ځکه باور نه لري، چې د ريښتني او جعلي خبرو او لېکنو ترمنځ تفکيک په کې مشکل کار دی.

ياده ساروې په انګلېستان کې د ۱۶ - ۱۸ کالنو ترمنځ په ۳۰۰۰ کسانو ترسره شوې ده.

ساروې په داسې وخت کې خپل راپور وړاندې کړ، چې فېسبوک په دې ورستيو کې ويلي وو، چې هڅې يې روانې دي، ترڅو د ريښتنې او جعلي خبرونو ترمنځ توپير رامنځ ته او په فېسبوک د جعلي خبرونو د خپرولو مخه ونېسي.