بېګامې خيال کې پاڼې ،پاڼې شوې خور کوترې
لکــــــــــه لـــــــه بازه ترهېدلې تښتېدې کـــــوترې
خداي خبربيايې کوم پردېس شهېدپه زړه ورېده
ديوه مزار لــــــــه شنو جــــنډونه تاوېدې کوترې
دمازديګــــــــر دلمر دوړانګو سره يوځاي لاړې
ستاله ښکلانه ستاله حسنه ځارېدې کوترې
يومې جانان يوه د(احساس)دنظرستړې هيله
يوځای به نه شي چېرې هم کله دادوې کوترې
مجيب احساس
وروستي