روهي (دوه نۍ/۲ د سلواغې)، د ريال مدرېد فوټبال لوبډلې نوموتی لوبغاړی کریسټیانو رونالډو د لوبې پر مهال د خپلې لوبډلې د ملګري له لورې مخ ته په لغت وهل شوی، چې په پايله کې د سترګې په خوا د سر کيڼ اړخ ټپي شوی دی.
له ضربې خوړلو وروسته کریسټیانو رونالډو لوبه پرېښوده، د ډاکټر په موبايل کې د خپل مخ په ننداره شو، چې د سر له کيڼ لورې يې وينه بهېدله. نوموړی هغه وخت ټپي شو چې تېره شپه يې په لوبه دويم ګول ووهلو او لوبه لا په جريان کې وه.
د ريال مدرېد د فوټبال لوبې ډلې دغه سټار لوبغاړي د سخت درد او ټپ له امله لوبه په نيمه کې پرېښوده او د درملنې لپاره يوړل شو.
په ټولنيزو رسنيو کې د کریسټیانو رونالډو انځورونه خپره شوي، چې له ډاکټر څخه يې موبايل اخېستی او د خپل ټپي سره وينه او ټپ په کې کوري.
په لومړيو کې په ټولنيزو رسنيو کې د کریسټیانو رونالډو د وينې لرونکو انځورونو په لېدو يې، ملاتړي په اندېښنه کې شول هو وروسته څرګنده شوه، چې کریسټیانو رونالډو د لوبې پر مهال په سهوې سره په لغت وهل شوی دی.
کریسټیانو رونالډو په ۲۰۱۱ کې هم د خپل سيال له لورې د لوبې په جريان کې ټپي شوی وو.
وروستي