
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۲مه) په هند کې خبري سرچینو ویلي، چې د دنګل فلم نوموتې ادا کارې فاطمه ثنا شیخ ته په بالیووډ کې څوک ځکه کار نه ورکوي، چې له عامرخان سره یې نږدې اړیکې لرلې.
فاطمه ثنا د عامرخان سره په دنګل فلم کې لوبیدلې وه.
دنګل فلم د ۲۰۱۶ کال په ډیسمبر کې خپور شوی و، چې د بالیووډ ریکارډ جوړونکی فلم بلل کېده.
بالیووډ مسوولینو ویلي، د عامرخان او ثنا خوږه انډیوالي د دې لامل شوې، چې په بالیووډ کې څوک د ثنا پاڼه هم نه اړوي.
له دنګل فلم وروسته یو کال اوړي، خو ثنا تر اوسه په بل کوم فلم کې کار ونه کړ.
ویل شوي، چې هغه دا ځل بیا د عامرخان او امیتاب بچن سره په ټګز اف هندوستان فلم کې د عامرخان له برکته لوبیږي.
بل پلو بیا عامر خان ویلي، چې فاطمه ثنا شیخ د فلم اصلي لوبغاړې ده.