آپل او امازون برښنيايي شرکتونو نوې پانګونې کوي او اويا زره (۷۰۰۰۰) کسان به په دندو وټاکي

روهي (يوه نۍ/۱ د سلواغې)، په امريکا کې دوو ستر بريښنايي شرکتونو (آپل او امازون) اعلان وکړ چې د مېلېاردنو ډالرو په پانګونې سره به شاوخوا ۷۰۰۰۰ کسان په دندو وګماري.
 
آپل شرکت وايي، چې په راتلونکو پنځو کلنو کې به ۳۰ مېلېارده امريکايي ډالر پاګونه وکړي، چې په پايله کې به يې ۲۰ زره کسانو په دندو وټاکل شي. آپل همدا ډول ويلي چې په د امريکا په يو بل ښار کې به هم خپل مرکزې دفتر خلاص کړی، چې د د فتر او کمپس د موقيعت په اړه به وروسته مالومات شريک کړي.
 
له بلې خوا د امازون شرکت وايي، چې د امريکا په يو بل  ښار کې دوی هم  مرکزي دفتر د جوړلو پلان لري، په مېلېارده امريکايي ډالر پانګونه کوي، چې ۵۰ زره کسانو ته به په کې دندې ورکړل شي.
 
آپل او امازون د ټېکنالوجۍ او بريښنايي توليد په برخه د نړۍ وتلي او مشهور شرکتونه دي.