
روهي (يوه نۍ/۱ د سلواغې)، ۱۲ غښتلي يا 12 Strong امريکايي د هالېوډ سينما فېلم دی، چې د جنوري په ۱۸ خپور شو.
د فېلم کيسه: د ۱۲ غښتلي فېلم کيسه په افغاسنتان کې د امريکايانو په ريښتنې جګړه څرخيږي. د ۲۰۰۱ د سېپټمبر له ۱۱ وروسته امريکايان افغانستان ته راځي او د طالبانو د ځپلو په موخه له يوځای جنګ سالار څخه مرسته غواړي. په فېلم کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو ۱۲ کسيزه ډله په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو په موخه جګړه کوي او دوی اړ دي ترڅو له يو پخواني قومندان او جنګ سالار څخه په دې برخه کې مرسته واخلې.
چرېس هېمس ورت د ۱۲ کسيزې کمانډو ډلې کېپتان دی او د جنرال دوستم رول په کې د نويد نګهبان په نوم لوبېدلی دی. د چرېس ډله د نويد نګهبان له مېلشو سره يوځای کيږي او د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.
د دغه فېلم ډېره برخه په نوې مکسېکو کې په ۲۰۱۷ کال کې ډکه شوې وه او د دوره ورځې وړاندې یعنې د جنورۍ په ۱۸ په امريکا خپور شو.
۱۲ غښتلې فېلم د سېپټمبر له ۱۱ څخه بيا د طالبانو تر ځپلو پورې دا کيسه کوي، چې څه ډول د افغان قومندانانو په وسيله يې طالبان مات کړل.