افغان ۱۹کلنو کرېکټ لوبډلې، ایرلنډ ته خپله منځنۍ لوبه وبایلله.

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۳۰مه) د افغانستان نولس کلنو کرېکټ لوبډله په نوي زیلنډ کې د لومړي پړاو وروستۍ لوبه کې ایرلنډ ته لوبه وبایلله.
 په دغه سیالۍ کې لومړی توپ وهنه ایرلنډ وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته ۲۲۶ منډې هدف وټاکه.
افغان لوبډلې ۲۲۱ منډې جوړې کړې، خو د لوبغالي په سوځېدو سره یې ټاکلی هدف ترلاسه نه کړ او لوبه د ایرلنډ په ګټه تمامه شوه.
افغانستان د دې لوبې په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان او وروسته سریلانکا مات کړي وو.
افغانستان د پاکستان او سریلانکا په ماتولو سره د دې سیالیو دویم پړاو ته ووت.
دا سيالي د کرکټ د نولس کلنو لوبډلو د نړیوال جام یوويشتمه لوبه ده.