پرون يې چې دستار د ټول افغان ګټلی دی
نن هغـــــه بيا زمــــــا د زړه ميدان ګټلی دی
ښودلې يې د خپلـــو مټو زور ټولې دنيا ته
مغرورې امرېکې ته آیرلینډ او کاناډا ته
قسم په پټو سترګـــــــو يې بوتان ګټلی دی
نن هغــــــــه بيا زمـــا د زړه ميدان ګټلی دی
سکاټلینډ به زړه کې تل وساتي درد ددې حالاتو
پټۍ به په زخـــــــمونو کښيږدي څوک د اماراتو
زمـــــــا د غــــــرو زمــــــرو عربستان ګټلـــــی دی
نن هغـــه بيا زمـــــــــــــــا د زړه ميدان ګټلی دی
د خوار کويټ به خـــــود لمبې شي پورې په بدن
چې بال په لاس کې ونيسي زما حــــــميد حسن
صادق، اصغر، نوروز، شاپور ځدراڼ ګټلی دی
نن بيا هغــــــــــه زما د زړه ميدان ګټلـــــــی دی
رقيب يې لـــــه ميدانه مخ تورن بیرته شړلی
وطن ته يې بري پسې بری مــــــــــــدام ګټلی
يوې نــــــه ، ددې ډلې هر يو ځوان ګټلی دی
نن هغــــــه بيا زما دزړه ميدان ګټلی دی
رباط سنګي، لرغونی هرات
۰۹-۰۵-۲۰۱۰ز
وروستي