د فېبروۍ په ۱۸ مه نېټه به نوی هندي فېلم (دِل جنګلي) خپور شي، خو دا فېلم په څه څرخيږي؟

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د مرغومي)، د روان کاله د فېبرورۍ په ۱۸ نېټه به د هندي بالېوډ سينما نوی کمېډي فېلم (دِل جنګلي) نندارې ته وړاندې شي.

دِل جنګلي مزاحيه يا کمېډې فېلم دی، مرکزي رول په کې (تاپسي پانوو او صادق سليم) لوبولی، آغلي تاپسي پانوو او صادق سلېم په دې فېلم کې د جېم يا د اندامو ښکلا د ورزش روزنکي او د انګلېسي مشاور په توګه کار کړی. تاپسي پانوو د صادق سليم په مينه کې لويږي او ترمنځ يې د مينې اړيکه جوړيږي.

تاپسي پانوو او صادق سليم سره جدا کيږي، تاپسي له يو ښاسته او شتمن هلک سره ملګرې کيږي او همدارنګه سليم د ځان لپاره يوه ملګرې پيدا کوي، کله چې دوی بيا سره مخامخ کيږي نو تېرې خاطرې يې ذهن ته ورځي.

دا چې د تېرو خاطرو او وخت په يادولو سره به يو ځل بيا د دوی ترمنځ د مينې اړيکه غښتلې شي او کنه؟ دا به د فېلم په پای کې څرګنده شي.

دِل جنګلي فېلم د ليونتوب، خطر او مزاحيه داستان لرونکی دی، او ويل شوي، چې د روان زېږديز کال د فېبرورۍ په ۱۸ مه نېټه به خپور شي.