(روهي ـ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۸مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان یوځل بیا د خپلو هڅو له کبله، د نړی په کچه تاریخ جوړ کړ.
نوموړي د ۲۰۱۷میلادي کال لپاره، د کرېکټ نړۍوالې شورا له خوا د اسوشیټ لوبغاړي غوره مقام وګاټه.
د دغې شورا په یوه راپور کې راغلي؛ راشد خان په ۲۰۱۷میلادي کال کې د خپل لوبډلې لپاره ۶۰ وکټونه ترلاسه کړي چې د اسوشیټ لوبو په برخه کې تاریخي ګڼل کیږي.
هغه د یوه ورځنۍ نړۍوالو لوبو په برخه کې هم ۴۳ وکټې اخیستي دي.
د ICCراپور پر اساس، راشد خان د تېر میلادي کال په جون میاشت کې د ویسټ انډېز پر خلاف په نړیوال یوه ورځني او نړۍوال شل اوریزو لوبو کې ډیر ښه لوبې کړې وه.
ویل شوي، چې راشد خان په نړۍوال یوه ورځنيو لوبو کې وتوانید چې په یوه لوبه کې شپږ وکټې واخلي خو یوه اوونۍ وروسته د ویسټ اندېز پر خلاف په نړۍوال شل اوریزه لوبه کې پنځه وکټې ترلاسه کړې.
د توپ وهنې په برخه کې د راشد خان لاسته راوړنې:
د راپور پر بنسټ؛ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د توپ وهنې په برخه کې له ۲۲،۰۹ اوسط سره کابو د هر توپ به بدل کې منډې ترلاسه کړي او خپل دوهم پنځوسېزه د ایرلنډ پر خلاف د ۲۰۱۷ میلادي کال په مارچ میاشت کې ترلاسه کړه.
وروستي