
په خوست ولايت کې د انفلونزا H5 ناروغۍ په اړه د کرهڼي وزارت ابلاغيه
روهي (څلورنۍ/۲۷ د مرغومي)، د مارغانو خطرناکه ناروغي (انفلونزا) د خوست په ولایت کې د کارغانو په منځ کې پیدا شوې ده، چې د لازمې لابراتواري ازمایښتونو څخه وروسته په دې ولایت کې د دغې ناروغۍ د H5 ډول تایید شو.
۱-د مړه شويو کارغانو په لیدو باید سم دستي تر ټولو نږدي حیواني کلینیک او یا د کرنې وزارت اړوندو ادارو ته خبر ورکړو.
۲-ځانونه او خپل ماشومان د مړه شويو او ناروغو کارغانو څخه لرې وساتو او هغوی پرې نږدو چې په هغو کې لاس ووهي. د دغو الوتونکو د خښولو په وخت کې باید ماسک او دستکشې واغوندو ترڅو د دې ناروغي له خپراوي څخه مخنیوي ووشي.
۳- ناروغ او مړه شوي مرغان باید سم د لاسه قرنطین کړو (په ډېر احتیاط سره باید دځان او نورو ژوندویو موجوداتو څخه لري یو بند ځای جوړکړو.) او دهغو د لیږد څخه په جدي ډول ډډه وکړو.
۴-د چرګانو په فارمونوکې غیر مسلکی کسانو او وحشي او ازادو الوتونکو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړئ.
۵- کله ناکله لیدل کیږي چې ماشومان د مړه شویو الوتونکو سره ساعت تېروي، باید خپل ماشومان له مړه شویو کارغانو او الوتونکو څخه لري وساتو او پرې نږدو چې له دغو مړه شویو الوتونکو سره لوبې وکړي.
۶- په فارمونوکې د نویو چرګانو له ننوتلو څخه مخنیوي وکړو.