
روهي (څلورنۍ/۲۷ د مرغومي)، فېلمي لوبغاړې او د ټلوېزيون اداکاره یولیا وانتور، د هند د سيمنا له مشهور لوبغاړي سلمان خان سره له هغه وخت څخه په مينه کې ده، له کله چې دواړو په رومانيا کې د لومړي ځل لپاره سره ولېدل.
د یولیا وانتور او سلمان د مينې په اړه د خلکو ترمنځ ډېرې خبرې کيږي، خو دوی تر اوسه هڅه کوي چې خپله مينه پټه وساتي. د مينې د راز د ساتلو په موخه یولیا وانتور چې کله هم د سلمان خان کور ته ځي نو په عادي رېکشا کې تګ - راتګ کوي، ترڅو د خلکو او خبريالانو له سترګو په امان وي.
په دې ورستيو کې له یولیا وانتور څخه د ددي او سلمان خان د اړيکې په اړه وپښتل شول، چې نوموړې يې په ځواب کې وويل، "زما او د سلمان خان د مينې په اړه د خلکو ترمنځ خبرې او ګنګوسې شته، خلک زمونږ په اړه بېلا بېل داستانونه جوړه وي، او زه نه شم کولی چې دوی له دې کار څخه بند کړم، خو د سلمان خان سره د واده په اړه بايد ووايم، چې نه پوهيږم ژوند چې به ما چېرته اچوي او ډېر وخت کارونه هغه ډول نه تر سره کيږي، کوم ډول چې يې مونږ هيله او توقع لرو."
نوموړې وايي، چې درې کاله پخوا په دې اړه ډېره جدي وم او پلانونه به مې جوړول، خو اوس نه پوهيږم چې څه به پېښ شي، هر شي زمونږ د ارادې مطابق نشي کېدای."
داسې ويل کيږي چې سلمان خان او یولیا وانتور له ۲۰۰۲ څځه بيا تر نن پورې د مينې په اړيکه کې دي، او شونې ده چې ډېر زره به سره واد ه وکړي.