آپل کمپني

د ټېکنالوژۍ او په ځانګړې ډول د ځېرکو موبايلونو جوړونکی شرکت آپل وايي، پرته له دې چې خپل مشتريان په جريان کې کړي، هغه ايفون موبايلونه چې د يو وخت لپار وکارول شي، دوی يې په قضدي ډول کمزوري کوي.
 
آپل وايي، چې له دې کار څخه يې موخه دا نه ده، چې مشتريان اړ کړي ترڅو نوي ايفون موبايل واخلي، بلکې موخه يې دا ده، چې که چېرې دغه کار ونه کړي، نو پخواني ايفون موبايلونه به له خپل وخت مخکي کار پريږدي او له منځه به لاړ شي.
 
ياد شرکت وايي، "تېر کال مو د ايفون6، ايوفونs6 او همدرنګه د ايفونSE لپاره داسې يوه ځانګړنه جوړه او خپره کړې چې، موبايل پرته له غوښتنې څخه خاموش کېدو څخه وساتي اوس مو د مړبايل بېټرۍ داسې جوړې کړي چې له يو وخت وروسته په هغه ډول چراچ نه ذخيره کوي لکه څنګه ي چې په اول وخت کې ساتلو"
 
د ايفون د شرکت په وينا، د وخت په تېردو او د موبايل له ډېر استعمال وروسته، د ايفون د بېټرۍ چارچ کميږي او د لومړي وخت په ډول بېټري نشي کولی چارچ وساتي، چې موخه د ايفون د دننه پرزو ساتنه ده.
 
د ياد شرکت په خبره، د ايفون په بېټرۍ کې د ليتيوم موادو څخه ګټه اخلو، چې د وخت په تېردو سره د ايفون چارچ د کم وخت لپاره ساتل کيږي او په د ې سره د ايفون داخلي سېسټم ته زيان نه رسيږي.