افغان  ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۷مه) د افغانستان د کرکټ نولس کلنې لوبډلې د ۲۰۱۸ کرېکټ نړیوال جام په دوهمه سیالۍ کې سريلانکا ته په ۳۲منډو ماتې ورکړه.
د افغانستان کرېکټ ‍۱۹ کلنو لوبډلې د کرېکټ ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې سریلانکا سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دغه نړۍوال جام کې د افغان لوبدلې دا دوهمه بریا ده، چې لومړۍ یې پاکستان ۱۹کلنو لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.
د سرېلنکا د ۱۹ کلونو ملي لوبډلې د نننۍ لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
بل خواافغان لوبډلې په ۵۰ اوورنو کې او د ۷ لوبغاړو له سوځېدو سره ۲۸۴ منډې جوړ کړې او سرېلانکا ته د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه.
د توپ وهنې په برخه کې ابراهېم ځدران په ۱۵۵ توپونو کې ۸۴ منډې، اکرام علي خېل ۵۵ منډې، دروېش رسولي ۶۳ منډې، نصار وحدت ۲۵ منډې، عضمتت الله عمرزي ۲۰ منډې، قیس احمد ۱۰ منډې، رحمان الله ګرباز ۷ منډې، بهیر شاه ۲ منډې، او نوین الحق ۱ منډې جوړې کړې.
لوبه چې ۵۰ اوریزه وه؛ د باران له امله ۳۸ اوورنو ته راټيټه شوه خو د سرېلنکا د ۱۹ کلنو لوبډلې ونه توانیدل چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره یوا ې ۲۰۲ منډې جوړې کړې.