(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۶مه) د کرکټ نړیوالې شورا یا ICC نن د ۲۰۱۸میلادي کال د کرېکټ نړۍوال جام لپاره سیالې لوبډلې اعلان کړې.
ویل شوي، چې د دغه کال نړۍوال جام لوبې به د مارچ له ۴ تر ۲۵مې نېتې پورې به زمبابوې کې ترسره شي.
په دغه جام کې ۱۰لوبډلې د ۲۰۱۹میلادي کال نړۍوال جام ته د لارې پیدا کېدو لپآره لوبه کوي.
دغه لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې چې افغانستان لوبډله په Bډله کې له زمبابوي، سکاټلینډ او هانګ کانګ سره لوبه کوي.
په Aډله کې ویسټ انډیز، اېرلينډ، هالینډ او پاپوا نیوګني لوبډلې لوبه کوي.
بل خوا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډل مشر اصغر ستانکزي ویلي؛ موږ هېله مند یو، چې لوبغاړي په دغه نړۍوال جام کې ښه لوبه ترسره کړي.
په Aډله کې(A1)؛ اېرلینډ (A2)؛ هالينډ (A3)؛ پاپا نیو ګني (A4) او (A5)به ګټونګې لوبډله وي.
په Bډله کې افغانستان (B1)؛ زمبابوې (B2)؛ سکاټلینډ (B3)؛ هانګ کانګ (B4)او (B5)به ګټونګې لوبډله وي.
افغانستان ملي لوبډله به د مارچ ۴مه، یکشنبه ورځ له سکاټلینډ سره لومړۍ لوبه کوي. دوهمه لوبه به د مارچ په ۶مه د سه شنبې به ورځ له زمبابوي سره او دریمه لوبه د مارچ په ۸مه له هانګ کانګ لوبډلې سره وي.
وروستي