ساړه

داسې ښکاري چــــــې یو نه یو
که څه هم چې خوله په خوله يو
هـــر يـــو وار ته سره ګــــــــــورو
د مـــــورچل پــــه ژوند پراتـــه يو
پـــــــه ظاهــــــره ســره خــــاندو
حقیقت غـــــــــوښه، چــــــاړه يو
يـــــو د بــــل د سترګـــــوخــار يو
د دوستــــۍ په زړه ســــــــاړه يو
نــــــــه د ژوند په مـــــــزه پوه يو
نـــــــــه صنم تــــر څنګ ويده يو
دا ځــــــواني مــــــو هسې لاړه
ارمــــــانـــــونو پسې مـــــــړه یو
زه وردګ داسې ګــــــمان کـــړم
یـــــو د بل هدف تــــــه پړه یـــــو
***
د پښتو په مينه او مننه
بسم الله وردګ
چين _ ايوو ښار ګوټي