رخصت دې رانه واخيست په ژړا د زړګي سره
دزړه نـــــــه مې ووځې نه جــــــانانه مسافــــــــــره
په شا دې مخ راتاو کړ ګرانه نور رانه پناه شوې
تنها دچــــــاتـــــه پرېښودم ګلپامــــــه ناز پروره
دزړه ټکور مې ته يې اود زړه درمان مې ته يې
بغير له تا نور څه دی خوغم غم ددی دلــــــــــبره
ژوندون زما تيريږی په ژړا په وچـــــــــو شنډو
ژوند څه کوم چې ته نه وې زما ځان اوځيګره
دقبر توروشپو غوندې تياره مې زنده ګی شوه
راځې به کلـــه بيا چې هرسبا راخېږې لمـــــــــــره
جنت په ما دوزخ شو ځکــــــه ته سقر ته لاړې
خوستيه ته راځې به کله بيا له دې سقــــــره
سيدکريم خوستی
وروستي