
روهي (دوه نۍ/۲۵ د مرغومي)، د هندوستان بالېوډ سينما د روانې مياشتې په ۱۲ مه نېټه د ۱۹۲۱ په نوم يو فلم خپور کړم.
د فېلم کيسه: د فېلم لوبغاړی ايوش (کارن کوندا) انګلستان ته لاړ ترڅو موسيقي زده کړي، په هغه سيمه کې چې ايوش په کې ژوند کوي، په يو لوې کور کې د روح يا خارق العاده موجودات له شتون سره مخامخ کيږي.
ايوش له وېرې د فېلم ښځينه لوبغاړې روز (زرين خان) څخه مرسته غواړي، روز د روح يا نااشنا موجوداتو په ژبه پوهيږي.
له روز سره له وخت چې دي ماشومه وه دغه موجوداتو ملکرتيا او دي به ورسره په مختلفو چارو کې مرسته کوله، روز ايوش ته د غټ روح په اړه وايي او اړ دې چې ورسره مبارزه کړي.
دغه فېلم ترسناک دی او د ماشومانو لپاره يې د نه کتلو توصيه کيږي.
مارک وېلميس، د دغه فېلم بل مشهور بهرنی لوبغاړی دی او د فېلم لارښوونه وېکرم بهات کړي.